د غیابت لامل

نعمان دوست

0 583

زړه نازړه ټلویزیوني خبرونو ته کیناستم. زړه مې ډبیده؛ ما ویل له دې قتلګاه وطنه به بیا څه د وینې تویونې او ویجاړیو خبرونه اورم.
پر سکرین شین غر ښکاره شو. مخامخ د یوې پوستې دیوال و؛ لپاسه پرې د هلال او ستوري بیرغ رپیده. د دې بیرغ رپا مې هډونه په لړزه راوستل. دا زموږ د وطن جلا شوې برخه وه. پردی بیرغ پرې داسې ښکاریده لکه د بدن پر یوه غوڅ شوي هډ چې نیزه ښخه وي.
دا هډونه هغه وخت جلا شول چې افغانستان لکه کوچنی کبلی د غټ قطبي خرس او شین سترګي پړانګ تر منځ راګیر و.
دې پوستې ته مخامخ یوه بله پوسته وه. خپل مقدس بیرغ مو پرې رپیده. نیم دیوال یې نه و. یو ځوان د ثقلیه ماشیندارې شاته پرته له هر ډول دفاعي وسیلې ولاړ و او یوازې خپله سینه یې سپر کړې وه. هره لحظه د دې امکان و چې له مخامخ خوندي پوستې ډز وشي او ، خدای مکړه، مرمۍ زموږ د سرحدي زمري په سینه کې سړه شي؛ خو دې سینه کې د وطن په مینه یو زړه ټوپونه وهل، په رګونو کې یې داسې وینه په چلیدو وه چې له وطنه د نذرانې لپاره یې ساتلې وه.

د دې ځوان په سترګو کې له غرور او اتلولۍ سره د بېوسۍ دردونه هم ځلیدل. لیدلو یې مایوسه کړم. خپه یې کړم. بلې خونې ته لاړم او خپلې بې کنټروله ژړا ته تر ډیره خپله غوږ وم. دیوالونه راته ګونګي ولاړ و او له کړکۍ را ننوتونکي شمال مې د اوښکو وچولو کوښښ کاوه.
د دې ځوان په لیدلو هغه وختونه را یاد شول چې دا وطن په سیمه کې د خاص پوځي ځواک څښتن و. په زرګونو ټانکونه، په سلګونو جنګي الوتکې او پریمانه د لرې واټن ویشتونکي وسلې یې درلودې. دا مهمات او تجهیزات تنظیمونو ته پاتې شول؛ خو هغوی…
دا مهال راته هغه کباړیان تر سترګو شول چې افغانستان یې د شخصي ګټو او د خپل بادار د خوشالولو لپاره بې ځواکه کړ.
دا مهال راته هغه بې تفاوته نسل سترګو ته نیغ نیغ کیده چې بیا هم همدې کباړیانو ته په تقدس قایل دی او مهم ارمان یې د هغوی دیدار دی.
دا مهال راته هغه نظامي مشران او مسوول چارواکي رایاد شول چې د دغه شان زمریانو قربانۍ هیروي. د دوی له وینو تغذیه کیږي او د دوی په حقونو یې خپلې خیټې دومره پړسولي چې هره لحظه یې د چرمي کمربندونو د شکیدلو امکان شته.
د دې ځوان په لیدلو تیر دور ته ستون شوم؛ هغه دور ته چې یو پولادي امیر د انګریزانو د خوشالولو لپاره ډير څه وکړل؛هغوی په تمه کړ چې د قطبي خرس په مقابل کې به یې مرسته کوي، خو (پنجده) کې یې د هغوی بریدونو ته یوازې پریښود او دې خرس زموږ د وطن سرحدي زمریان له بیساري مقاومت وروسته له تیغه تیر کړل او پنجده یې راڅخه واخیسته.
نن کټ مټ هماغه وخت دی، د امنیتي تړونونو با وجود د ( اتازوني ) ځناورو، د ( تورې بلا) حملو ته زموږ وطن یوازې پرې ایښی.
د دې ځوان په لیدلو خواشینی شوم. ځوان یوازې له بیروني حملې نه ویریده؛ هغه په دې اندیښنه کې هم و چې مبادا د شا لخوا یې هغه کسان په خنجر ووهي چې له اشغالګرو سره د مقابلې په نوم راپورته شوي خو دا اشغال یې هیڅ د مقابلې جذبه نه راپاروي.

هغې بد مرغه جګړې خپه کړم چې د بندیدلو هیڅ څرک یې نه ښکاري، شیبه په شیبه دا وطن د پردیو مقابل کې کمزوری کوي او هره ورځ د دې وطن ځوانان لکه د کونړ نښتر غوڅوي.
او د دې ځوان په لیدلو….

زړه مې راډک شو. ټلویزیون مې ګُل کړ او هغه شور ته غوږ شوم چې نږدې و سره مې دوه پړکې کړي.
ناچاره شوم؛ د فیسبوک کلی مې پریښود.

خو د ځینو خوږو ملګرو پیغامونو او احوال اخیستنې اړ کړم چې له یوې اونۍ وروسته بیا راشم. دا دی راغلم او له ځان سره ورو – ورو دا سندره زمزمه کوم:

« خپل او پردی مې نه پریږدي ولې سهار او ماښام
لکه یتیم سهار شړلی ماښام بیا راغلم….‎ »

وطنه!
که زما په دعا کیږي، نو نور دې د هیڅ بچي وینه تویه مشه.
نور دې په هیڅ هډ اور بل مشه
او نور دې هیڅ ابادي ړنګه مشه
ډیر وسوزیدې،
ډیر ړنګ شوې
او…
وطنه!
پوهیږې، ستا په یاد مې هره لحظه دا بیت پر ژبه راشین وي:
« ډېرو ناکردو ته یې سینه ونیوه
ما د خپلې خاورې بېوسي وژني »

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply