طالبان: د ژمنې مطابق خوشې شوي بندیان بېرته د جګړې ډګر ته نه ځي

0 618

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، زموږ د ژمنې پر اساس د افغانستان حکومت له لوري خوشې کېدونکي بندیان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، د هوکړې پر اساس موږ خپلو خوشې کېدونکو بندیانو ته لارښوونه کړې چې پخپلو کورونو کې واوسېږي او د جګړې ډګر ته ستانه نشي: «زموږ خلاصو شویو بندیانو ته هدایت شوی چې پخپلو کورونو کې واوسېږي او د جګړې ډګر ته ولاړ نشي. هغوی پرې کلک عمل کړی، خو زموږ پر بندیانو چاپې وهل کېږي، نیول کېږي او بېرته بندیانېږي.»

تر دې وړاندې څو ځله افغان حکومت وویل، چې خوشې کېدونکي طالبان بېرته د ګړې ډګر ته ستنېږي او په یو شمېر مواردو کې خوشې شوي بندیان له خپلو هوکړو سره یو ځای ونیول شول او تصویرونه یې د ثبوت لپاره په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply