کمال خان بند شپږو میاشتو کې د اوبو ذخیره کولو ته اماده کېږي

0 889

په نیمروز کې د کمال خان بند چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د اوبو ذخیره کولو ته تیار شي.

د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي وایي، ولسمشر غني نن نیمروز ولایت ته د خپل سفر پر مهال د کمال خان بند د چارو کتنه هم وکړه او دغه پروژه به ژر بشپړه شي.

د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې درې کاله وړاندې یې د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.

د نوموړي په وینا، دغه بند به د روان کال د لیندۍ میاشتې په وروستیو کې د اوبو زیرمه کولو لپاره چمتو شي او نږدې۱۸۰۰۰۰هکتاره ځمکه به خړوبه کړي چې دا به د سیمې د ښېرازۍ او زراعت په ډګر کې د هېواد په کچه یو ستر انقلاب وي.

دغه بندر چې د اوبو مهارولو لپاره جوړېږي، د نهه میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت به هم ولري او د برېښنا د توربینونو د نصبولو چارې به یې څلور میاشتې وروسته پیل شي او په یوه کال کې به بشپړ شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply