د پاکستان د سېند د کندایرو په نوشهرو فیروز سیمه کې د یو ملا له لوري په ۱۲ کلن ماشوم د جنسي تېري افشا شوې ویډیو د ماشومانو د ناخوندي وضعیت په اړه بحثونه راپورته کړي.

په دې ویډیو کې چې د جومات په امنیتي کامره ثبت شوې د قاري محمد عباس په نوم ملا له خپل دولس کلن شاګرد سره زور زیاتی کوي.

دغه ملا ماشوم ګواښي چې که یې خبره ونه مني، وبه یې وژني او له همدې فرصت څخه په استفادې له ماشوم سره زور زیاتی کوي.

د دې ویډیو تر افشا کېدو وروسته په مدرسو کې د ماشومانو د ناخوندي وضعیت په اړه انتقادونه شوي او خلکو د پولیسو په حوزه کې پر ملا دوسیه ثبت کړې.

د راپورونو پر اساس، ملا په تېښته بریالی شوی او پولیس وایي، د نیولو هڅې یې پیل کړې دي.

په پاکستان کې ګڼو ټولنیزو شوراګانو او مدني ټولنو په مدرسو کې د ماشومانو د ناخوندي وضعیت په اړه په دې سیستم له سره د کتنې کمپاین پیل کړی دی.

موږ وړاندې هم یو خبر خپور کړی و چې یو پاکستاني ملا په مدرسه کې په یو ماشوم ان له سل ځلو زیات جنسي تېری کړی و.