حکومت: د طالبانو وروستۍ څرګندونې د سولې فرصت ضایع کوي

0 595

افغان حکومت د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته چې ویلي یې دي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، په غبرګون کې وایي، طالبان د سولې فرصت ضایع کوي.

د حکومت ویاند صدیق صدیقي پخپل ټویټر لیکلي دي، غوره ده طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي: «اصلي طرف یې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي. د طالبانو وروستۍ څرګندونې متاسفانه د پلمو او د سولې پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده.»

طالبانو تر دې وړاندې د مخامخ مذاکراتو د پیل لپاره د خپلو ۵ زره بندیانو خلاصېدل شرط بلل، خو اوس چې دغه پروسه هم بشپړه شوې لا هم تیار نه دي له حکومت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي.

صدیقي وړاندې لیکلي دي: «د طالبانو ډلې د خطرناکو غړو له ازادولو وروسته له طالبانو سره هیڅ پلمه نه ده پاتې. د دې وخت را رسېدلی،دا ډله  چې زموږ د ملت د هېڅ برخې استازیتوب نه کوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني»

ټاکل شوې وه چې سبا د یکشنبې په ورځ په دوحه کې مخامخ مذاکرات وشي، خو د طالبانود سرغړونې له وجې دغه مذاکرات ځنډېدلي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply