د پیسو نړیوال صندوق افغانستان ته ۳۶۴ میلیون ډالر ورکوي

0 635

د پیسو نړیوال صندوق په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دوی او افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره د ۳۶۴ میلیون ډالري بستې پر سر لومړني توافق ته رسېدلي دي.

د دوی په وینا، افغانستان غواړي پر دغو پیسو د کرونا له امله زیانمن شوی اقتصاد بېرته ورغاوي، پیل شوي اقتصادي اصلاحات بشپړ کړي او مالي ثبات ټینګ کړي.

د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مدیر ویلي، د اوس لپاره یوازې لومړنی توافق شوی دی او نهایي پرېکړه به د اکتوبر په وروستیو کې کېږي.

افغانستان به د پیسو نړیوال صندوق په دې مالي پکېج سره په پورتنیو برخو سربېره د ځان بسیاینې، فساد ضد مبارزې او د عوایدو راټولولو په برخې لا زیات تمرکز وکړي او دغه ټول کارونه به په ۲۰۲۲ کال کې ترسره کړي.

د پیسو نړیوال صندوق مشر عظیم صدیکوف وایي، په مالي اصلاحاتو او ځان بسیاینه کې هم تر ټولو ډېر تمرکز به مالي ودې او ثبات ته کېږي. خو دا نه دي واضح شوي چې دغه پیسې به پور وي، بلا عوضه مرسته به وي او که کوم بل ډول مالي مرسته.

د پیسو نړیوال صندوق له افغانستان سره د دې مالي بستې پر سر د مذاکراتو د جریان په اړه داسې مهال معلومات خپروي، چې تر دې وړاندې خلکو د مرستو او پورونو په لګولو کې د شفافیت نشتوالي له امله نیوکې کړې دي او له حکومت څخه د فساد ضد جدي مبارزې غوښتنه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply