د پاکستان پوځ پر ډیورنډ کرښه د افغان ځواکونو نظامي مانور د اندېښنې وړ وباله

0 878

د پاکستان د پوځ یو چارواکي ویلي، د ننګرهار ولایت ګوشته ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د تېرې ورځې پوځي تمریناتو اندېښمن کړي یوو.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو د تېرې ورځې له پوځي تمریناتو دغه اندېښنه د پاکستان د پوځ چارواکي د سماء ټلویزیون په خبري ټولګه کې د هغه راپور پر مهال څرګنده کړې، چې د اغزن تار په تړاو جوړ شوی وو.

د پاکستان دغه پوځي چارواکي ویلي، د افغان ځواکونو دغه ډول اقدامات به لانجې لا زیاتې کړي.

د هغه په خبره، پاکستان به په دې تړاو خپل اعتراض ډېر ژر له افغان حکومت سره رسمآ شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سلګونه افغان ځواکونو ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ننګرهار ولایت ګوشتې ولسوالۍ کې پوځي مانور اجرا کړ.

دې مانور کې د پوځ لوی درستیز یاسین ضیا او ځينو نورو نظامي لوړ پوړیو چارواکیو ګډون کړی وو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply