د داعش او حقاني شبکې مشترکات

سیدعبدالله پاچا

0 532

لوی مشورتي جرګه د چې د تېرې جمعې په ورځ پيل او تر یکشنبې یانې درې ورځې یې دوام وکړ، په کې د خلکو استازو حکومت ته د زندانیانو د خوشې کیدو او سولې ته د رسیدو لپاره مشورې ورکړې.

د دې جرګې لپاره په لنډ وخت کې چټک امنیتي پلان جوړ او تطبیق شو، داسې تطبیق شو چې د دښمن ټولې توطیې یې شنډې کړي.

د جرګې غړو ته یو ډاډ و او پر افغان امنیتي او کشفي ارګانونو یې باور درلوده چې دښمن به هیڅ ډول حرکت ته پرينږدي.

دا باور د خلکو ځکه پر ځای و چې د امنیتي او دفاعي ارګانونه شپه او ورځ بیداره و او دښمن ته یې د دې موقع نه ورکوله چې کوم غلط او تخریب کوونکی حرکت وکړي.

د جرګې په لومړۍ ورځ د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو هغه ځای کشف کړ چې د جرګې په تالار باندې توغندي پکې عیار شوي و او غوښتل یې جرګه باندې برید وکړي.

دا پلان داعش او حقاني شبکې په ګډه جوړ کړی و چې افغان امنیتي ځواکونو کشف او خنثی کړ.

دا راپورونه ځکه لومړیو ورځو کې له رسنیو پټ وساتل شول چې د جرګې غړو ته کومه اندیښنه پيدا نه شي، بیا وروسته له رسنیو سره شریک شول.

د ملي امنیت د مالوماتو له مخې، د لوی مشورتي جرګې په دوام کې د حقاني شبکې او داعش ګډ ۱۳ نظامي هدفونه کشف او شنډ شوي دي.

په هدفونو کې ځینې یې داسې و چې کله جرګه پای ته ورسیږي او پر غړو یې برید وشي، خو له نېکه مرغه جرګه په ډاډمن امنیتي وضعیت کې پای ته ورسیدله او خلک روغ سلامت کورونو ته ستانه شول.

دښمن هرکله کمین کې وي چې ملي پروګرامونه تر برید لاندې ونیسي چې د ترهګرو د فعالیت انعکاس پکې زیات وي.

خو د ترهګرو مقابل کې افغان ځواکونه داسې بیداره و چې دا ملي د سولې پروګرام یې بریالی پای ته ورسو او د لوی مشورتي جرګې د ټولو غړو باور یې ترلاسه کړه او هغوی یې د افغان ځواکونو منندوی کړل.

د داعش او حقاني نوې برنامې همداسې لوی او پیچلي بریدونه دي چې پلان او تطبیق د حقاني شبکې او د بشري قوه د داعش او حقاني شبکې ګډه ده چې دواړه د پاکستان له ای ایس ای دستور اخلي او افغانستان کې ویجاړی کوي.

له کومې ورځې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه شوې، حقاني شبکې او داعش ګډ ګروپ جوړ کړی او ستر بریدونه تنظیموي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply