د ځانګړو عملیاتو قول اردو وايي، افغان کومانډو ځواکونو د کابل ولایت په شکر دره ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف عملیات ترسره کړي دي.

له یادې قول اردو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې عملیاتو کې دوه ترهګر نیول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، عملیاتو کې همدا راز د طالبانو ځینې سپکې او درنې وسلې هم د افغان قوتونو لاس ته ورغلې دي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د کابل ولایت په ولسوالیو کې جدي امنیتي تدابیر ونیسي.