د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان له پاکستان سره د خپل هېواد نسبي سړو شويو اړیکو عادي كولو لپاره د پاکستان هڅو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی. د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نورمالولو لپاره سعودې عربستان ته تللی و او دغلته يې په مکرره توګه له هڅو سره سره هم له وليعهد محمد بن سلمان سره ليدنه ونه شوه.

په ورته مهال په ټولنيزو رسنیو کې ځینې داسې انځورونه هم خپاره شول چې ګواکې محمد بن سلمان له جنرال باجوه سره ليدلي خو وروسته بيا جوته شوه چې دا انځورونه تېر کال د يوې ليدنې پرمهال اخيستل شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو پاکستان د خپل ځان پر وړاندې د دوه مخې سیاست پر لوبولو تورن کړى دی. پاکستاني سرچینو خبر ورکړی چې له جنرال باجوه سره په دغه سفر کې د (ای اېس ای) دارې مشر هم مل و او دغه سفر د تېرې دوشنبې په ورځ پيل شو چې ریاض ته په رسيدو سره یوازې په دغه هېواد کې د پاکستان له سفیر پرته د سعودي عربستان هېڅ چارواکی يې هرکلي ته نه و راوتلی. که څه هم قمر جاوېد باجوه د سعودي عربستان د دفاع وزارت له معین شهزاده خالد بن سلمان او له لوی درستيز جنرال فیاض الرویلي سره وليدل خو تر هغې وروسته چې محمد بن سلمان له نوموړي سره له ليدنې انکاري شو، بېرته خپل هېواد ته راستون شو. سعودي عربستان له پاکستان څخه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي د وروستيو څرګندونو له کبله خپه دی. کوم چې جنرال باجوه يې په اړه سعودي چارواکو ته د ليدنې پرمهال معذرت او خواشيني وړاندې کړې.

قریشي ادعا کړې وه چې د اسلامي همكاريو سازمان د سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو په خدمت کې دی همدا هېوادونه دي چې ياد سازمان يې تر خپل نفوذ لاندې نيولی دی. نوموړي ټينګار کړی و چې د اسلامي همکاريو سازمان باید د کشمیر مسئلې په اړه يو جامع کنفرانس داير کړي او د دې ترڅنګ يې دا ګواښنه هم کړې وه که دا کار ونشي نو پاکستان چمتو دی چې د اسلامي همکاريو سازمان غړي‌توب پرېږدي. له دې څرګندونو سره په همهاله توګه سعودي عربستان پاکستان ته د تیلو اکمالات بند کړل، د خپل پور برخه يې ترې را وګرځوله او همدا راز يې خپل باقي ۳ مليارد ډالري پور بېرته ترې وغوښت. پاکستان اړ شو یو مليارد ډالر په بېړه له چین پور او سعودي ته یې ورکړي. دغه راز په لږ وخت کې سعودي عربستان په بېلا بېلو پلمو ګڼ پاکستاني کارګران له کار لرې او بېرته يې خپل هېواد ته لېږلي دي. د پاکستان دې عمل په غبرګون کې عامو سعوديانو هم په حواله رسنيو کې غږ پورته کړی چې پاکستاني کاريګر دې له سعودي عربستان څخه و اېستل شي.

د دواړو هېوادونو په اړيکو کې دا ترينګلتيا داسې مهال پيدا کېږي چې سعودي او پاکستان په سيمه کې د يوه او بل نږدې همکاران او متحدان ول. سرچینو دا هم ويلي چې باجوه په ترکيې کې د اسلامي همکاريو سازمان د کنفرانس په څنډه کې له هغه هېواد غوښتي چې د کشمیر په هکله د دغه سازمان د تماس ډلې د غونډې دايرولو وړاندیز وکړي خو دا هېڅ روښانه نه ده چې ایا رياض به د انقرې دغې غوښتنې منلو ته حاضر شي او که نه؟ په دې وروستيو کې د رياض او انقرې ترمنځ په اړيکو کې هم يو لړ ستونزې راپورته شوي دي.

سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د هغه نوښت په اړه سخت مخالفت ښودلی چې له پاکستان، ترکيې، مالیزیا او ایران  څخه دې په ګډه د يوه قوي بلاک په جوړولو کې استفاده وشي. له همدې کبله داسې انګیرل کېږي چې باجوه ته هم داسې مالومات ورسېدلي وو چې ګواکې سعودي عربستان د پاکستان او ترکیې ترمنځ د همکاريو د پيل او دوام مخالف دی. په داسې حال کې چې دغه مهال د پاکستان او ترکيې اړيکې په يوه ښه او مناسب حد کې وې. ان تر دې چې پاکستان کې د ترکيې تاریخي سیریالونو او فلمونو خپرېدو له امله په ټولنیزو رسنیو کې طيب اردوغان او ځيني نور ترکان دیني او مذهبي مشران ووبلل شول. خو د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو دې ترينګلتيا ته يو شمېر هندې رسنيو له بلې زاويې ليدلي او زياته کړې يې ده، که پاکستان د سعودي عربستان غوښتنه ونه مني او په دې برخه کې خپلو سیاليو ته دوام ورکړي، نو ممکن سعودي عربستان په ګوادر بندر کې د 20 ملیون ډالرو پانګونه لغوه کړي او له دې سره به په راتلونکي کې د ۶.۲ مليارده ډالرو هغه پانګونه هم د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ شي چې سعودي عربستان يې په پاکستان کې پانګول غواړي. د سعودي عربستان دا ډول اقدام کولی شي پاکستان نور هم ترکیې ته اړ کړي، په داسې حال کې چې دامهال ترکیه پخپله هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. په ورته وخت کې د سعودي عربستان بانکونو په خپلو خدمتونه او چوپړتیاوو کې پاکستان ته د پاکستاني کارګرو د پیسو پر لېږد هم بندیز لګولی دی. که پاکستان د سعودي عربستان له همکارۍ پرته دا فکر کوي چې د خپلو ستونزو د حل په هدف به له چین څخه نور پور هم ترلاسه کړي، نو دا کار شونی نه دی. ځکه چین تر دې وړاندې ایران ته هم د ۴۰۰ میليون ډالرو پور د ورکړې ژمنه کړې ده.

دغه راز پاکستان ته يې په تېر کې هم په زياته پيمانه پورونه ورکړي چې تر اوسه دې هېواد ياد پورونه بېرته نه دي ورکړي. دې ټولو ته په پام سره ښايي چین نور دې ته نه وي تیار چې پاکستان ته په ورکه نور پورونه هم ورکړي. په ورته وخت کې د خلیجي هېوادونو اړيکې ورځ تر بلې له اسرائيلو سره مخ په ښه کېدو دي چې ورسره د يادو هېوادونو په شمول د هندوستان او امریکا تر منځ یو اتحاد رامنځته کېدای شی او دا ايتلاف پاکستان ته په خپل وخت او زمان کې لوی اقتصادي خطر دی. په داسې حال کې چې د پاکستان او د متحده عربي اماراتو په مشرۍ د خلیج عربي بلاک تر منځ درز لا پراخ شوی. دغه راز عمران خان د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ ستونزه د کشمير له ستونزې سره مشابه ګڼلې او ويلي يې دي چې د فلسطین مسئلې تر حلېدو پورې به اسرائیل په رسميت ونه پېژني. نوموړي په دې اړه خپلو خبرو کې ټينګار کړی چې د اسراییلو په رسميت پېژندل په اړه يې دريځ په ناقانونه توګه د قبضه شوي جمو او کشمیر په اړه د هند پر وړاندې د پاکستان له دريځ سره مساوي دی.