پر داعش ډلې د ملي امنیت یو بل سخت ګوزار

عبدالمنان توحیدیار

0 624

د ملي امنیت عمومي ریاست د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خراسان لپاره د داعش ډلې قاضی القضات چې د عامو وګړو قصاب هم یادیده په ځانګړو بریالیو عملیاتو کې وژلی دی.

ملي امنیت که څه هم د داعش ډلې د قاضی القضات عبدالله اورکزي د وژل کیدو ځای او کره نیټه نه ده په ډاګه کړې، خو یو څه چې ښکاره دي هغه دا چې دا پر داعش ډلې د سږکال په اوږدو کې یو سخت ګوزار و.

دا کس د داعش ډلې یو مهم غړی و چې اړیکه یې مستقیم د پاکستان له استخباراتو سره وه او مالومات ښيي چې عبدالله اورکزي د ننګرهار په زندان برید کې له طالبانو سره تخنیکي مرسته کړې وه.

که څه هم د ننګرهار پر زندان د برید مسوولیت په ښکاره داعش ومنه، خو مالومات ښيي چې دې برید کې داعش تخنیکي همکاري کړې وه او برید حقاني شبکې او طالبانو کړی و.

داعش ډله په اوس کې د داسې سترو بریدونو توان نه لري، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو دا ډله داسې نابود کړې چې حتی د سر سیوری نه لري، ځینې تسلیم شول، ځینې ووژل شول او ځینو نور وتښتیدل.

اوس د افغانستان په هیڅ ځای کې د دې ډلې لپآره خوندی ځای نشته، یواځې د طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو کې دا ډله خوندي ځایونه لري او د طالبانو له وزرو لاندې شپې او ورځې تیروي.

قاضي القضات عبدالله اورکزی چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو له لوري وژل شوی دی، په ننګرهار کې د نازیانو او چین ولسوالۍ لپاره د جګړې مشري هم کوله.

عبدالله اورکزی د خراسان لپاره داعش ډلې د مشر اسدالله اورکزي معاون و، چې د ننګرهار په زندان باندې د برید طراح و.

عبدالله اورکزی د پاکستان د استخباراتو روزل شوی کس دی چې وزیرستان کې یې پرې پښتانه وژل او کله چې یې هلته شپې سختې شوې، افغانستان ته یې د داعش ډلې په رهبرۍ کې ځای پر ځای کړ او د هغه هېواد د ګټو لپاره یې جګړه کوله.

داعش ډلې ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو زور ډير ښه مالوم دی، افغان ځواکونو دا ډله دومره په غرونو کې ځغلولې چې د داعش بچی بچی به یې یاد ساتي.

افغان امنیتي او کشفي ارګانونو دا ډله په ښارونو کې له پټنځایونو راوویستله او اوس د ملي امنیت زندانونو کې پراته دي.

افغانان به د داعش ډلې له شر څخه خلاصیږي، خو په دې شرط چې طالبان د داعش ډلې له ملاتړ لاس واخلي.

همدا طالبان دي چې داعش ډلې ته یې د فعالیت او جګړې بستر برابر کړی دی، داعش ډله اکثره د طالبانو د خطونو ترشا زندګي کوي او بیا له طالبانو سره په همغږي باندې بریدونه پلان کوي.

که لومړی د طالبانو له شر څخه خلاص شو، افغانستان کې د داعش لپاره یوه ورځ هم ځای نه پاتې کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply