د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله ټلیفوني خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا وایي، په دې خبرو کې پر سوله بحث شوی او دغه راز د مخامخ مذاکراتو پر وړاندې د خنډونو په لرې کولو او ژر تر ژره د مخامخ مذاکراتو په پیلېدو بحث شوی دی.

دغه راز، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ډاکتر عبدالله عبدالله ته اسلام اباد ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

عمران خان داسې مهال له ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر افغان سوله خبرې کوي چې همدا اوس اسلام اباد د طالب پلاوي کوربه دی او د هغوی له لوري طالب پلاوي ته د تشریفاتو په ترسره کولو کلک انتقادونه شوي دي.