د پاکستان مشهورې جنګ اردو ژبې ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالب پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره کتنه کې د سولې پروسه کې د پاکستان د مخلصانه هڅو مننه کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا، طالبانو اسلام اباد ته پخپل دې سفر کې له امریکا سره د خپلو مذاکراتو وروستي او تازه جزیات هم شریک کړي دي او پاکستان یې د خپلو پټو مذاکراتو له جریان څخه خبر کړی دی. خو د دغو پټو جزیاتو په اړه ورځپاڼې څه نه دي لیکلي.

راپور په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له قوله هم خپاره کړي چې نوموړي له طالبانو سره په دې کتنه کې هغوی ته د سولې د (مخربوونکو عناصرو) په اړه معلومات ورکړي او سمدستي یې هغوی د بین الافغاني مذاکراتو پیلولو ته هڅولي دي.

پاکستان د سولې پروسه کې پر طالبانو له امریکا ګڼ امتیازات ترلاسه کړي او تر وروستۍ شېبې هڅه کوي دغه امتیاز یې له لاسه ونه وځي.