ولسمشر غني د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټليفوني خبرو کې د هغو دريو طالب بنديانو په سرنوشت خبرې کړي چې فرانسه يې په خوشې کولو ملحوظات لري.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دواړو ولسمشرانو د سولې په پروسې بحث کړی او فرانسې د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او ولسمشر يې ويلي، د افغانستان دولت د سولې په برخه کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي دي او اوس باید طالبان د اوربند په اعلانولو سره په خپلو ژمنو وفا وکړي.

همداراز په دغو ټلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د طالب زندانیانو او طالبانو سره د افغان دولت د بندیانو د ازادولو پروسې په اړه هم خبرې کړي.

د همکاریو د پراختیا، سولې پروسې او له افغانستان سره د فرانسې د مرستو دوام د دغو خبرو نور جزيات ښودل شوي دي.

د فرانسې ولسمشر  له افغانستان څخه په ځانګړي ډول د سولې او بیارغاونې په برخه کې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی او په کابل کې یې د مور او ماشوم روغتون له فعالیتونو، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت د هڅو او لرغون پېژندنې په برخه کې یې د فرانسې د همکارۍ یادونه هم کړې ده.