ناروې کې هم د اسلام ضد مظاهرو په ترڅ کې اخ و ډب رامنځته شوی

0 622

د ناروې په پلازمېنې کې تشنج هغه وخت زور واخیست کله چې د اسلام ضد مظاهرو په ترڅ کې د قرآن کریم د یوې نخسې پاڼې څیرې کړای شوې. یوه ورځ مخکې تر دې ښي افراطیانو همداسې د اسلام ضد یوه مظاهره په سویډن هیواد کې هم کړې وه.  

Norwegen Oslo Schießerei in Moschee (picture-alliance/AP/NTB Scanpix/T. Pedersen)د شنبې په ورځ د ناروې په پلازمېنه اُسلو کې وضعیت هغه وخت مخ پر خرابیدو شو، کله چې د اسلام مخالف مظاهره کونکو د مسلمانانو د مقدس کتاب (قرآن کریم) پاڼې څیرې کړې. پولیسو د دواړو خواو د تيت او پرک کولو له پاره اوښکي بهونکی ګاز استعمال کړ او ۳۰ تنه یې ونیول. 

دغه مظاهرې د «سټاپ اسلامائزیشن اف ناروی» یا د ناروې د اسلامي کیدو مخه ونیسئ په نامه د اسلام مخالفې ډلې له خوا د پارلمان ودانۍ ته نږدې په لاره اچول شوې وې.

د آلمان خبري آژانس ډي پي ای په حواله د دې مظاهرې په خلاف هم په لسګونو داسې کسان هلته راټول شوي وو چې په خپلو شعارونو کې یې ویل «زمونږ په کوڅو کې د نژاد پرستانو ګنجایش نشته».

وضعیت هغه وخت له کنتروله ووت کله چې د اسلام مخالفې یوې ښځې د قرآن کریم پاڼې ؤڅیرلې. دغه ښځه مخکې تر دې هم د نفرت انګیزه یا د کرکې پارونکې وینا له امله جریمه شوې وه.

دغې ښځې د مخالفينو په مخاطب کولو سره په پارونکي الفاظو کې وویل «وګورئ، زه اوس ستاسې د قرآن بی حُرمتي کوم.»

تر دې وروسته هلته موجودو کسانو د اسلام مخالفین په هګیو وویشتل او یو شمیر نورو بیا د پولیسو له خوا له ودرول شویو کټارو او خنډونو څخه په تیریدو دې ښځې پورې د ځان رسولو کوښښ هم وکړ.

پولیسو چې کله ولیدل وضعیت له کنترول څخه په وتلو دی، نو د مرچو سپری یې استعمال کړ، او د اسلام ضد دغه مظاهرې یي له وخت څخه مخکې ختم کړې.

د ناورې دولتي تلویزون NRK ویلي دي چې پولیسو ۲۹ تنه نیولي دي چې اکثره په کې د کم عمر درلودونکي کسان دي.

په ناروې کې د اسلام مخالفینو له خوا دغه مظاهره په داسې یو وخت کې شوې چې د جمعې په ورځ د سویډن په مالمو ښار کې یوه ښي اړخي افراطي د قرآن کریم یوې نخسې ته اور اچولی وو.

د مالمو پولیسو د مذهبي کرکې پارونې په تور درې تنه نیولي وو. په دوی کې یو تن د اسلام مخالف سویډنی سیاستوال وو چې هغه بیا بیرته خوشی کړای شو.

dw.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply