ولسمشر غني نن د عاشورا په مراسمو کې وویل، چې خلک باید له سولې وېره ونه لري، ځکه سوله به ټولو ته د منلو وړ وي او د جمهوري نظام تر چتر لاندې به راځي.

ولسمشر غني د سولې په خبرو کې د جمهوریت پر ساتلو ټینګار وکړ وې ویل، جمهوري نظام کې ټول ځاېږي او په امارت کې برابر حقونه نشته.

ښاغلي غني زیاته کړه، خلک باید له سولې وېره ونه لري، ځکه سوله داسې معامله نه ده چې د واک د وېش لپاره وشي.

دغه راز په دې غونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال وویل، هیله شته چې ډېر ژر مخامخ مذاکرات پیل شي.

نوموړي زیاته کړه، افغان دولت د سولې د ټینګښت لپاره هڅه کوي او په دې برخه کې یې پیاوړي ګامونه پورته کړي دي.