د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، په قبايلي سيمو کې د پاکستاني پوځيانو له لوري د پښتنو ځوانانو نيول لا هم دوام لري او زياتوي چې په ورته يوه تازه پېښه کې د يوې کورنۍ ۵تنه غړي نيول شوي دي. داوړ په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي چې دا پېښه د شمالي وزیرستان په خېسور کې رامنځته شوې او په خبره يې تر دې پېښې لنډه شېبه وروسته د يادې کورنۍ يوې ميرمنې له همدې کبله ځان وژنه کړې ده.
محسن داوړ د يادې پېښې په تړاو پاکستاني پوځيان مسوول بللي او سبا د دوشنبې په ورځ يې په شمالي وزيرستان کې د پراخ لاريون خبر هم ورکړی دی. په ورته وخت کې نوموړي له خلکو هم غوښتي چې د پاکستاني پوځيانو پر ضد په سباني لاريون کې پراخ ګډون وکړي او له دې رياست څخه د خپلو خلکو د خلاصون او حقونو کلکه دفاع وکړي.