د پښتو بابا نغوږه یا نصیحت

محمد داؤد مومند

0 1,032

د پښتو بابا نغوږه یا نصیحت:

« سردار کیږه مه »

دا لیکنه د پیاوړی او غښتلی لیکوال داکتر رحمت زیرکیار ده٬ د داکتر زیرکیار د شخصیت په مورد کی ما ډیر کلونه پخوا د آئینه افغانستان په انقلابی مجله کی یو لیکنه کړی وه٬ زیرکیار په پښتنی انګړ کی نه ځانله یو منلی لیکوال او د ځانګړی سبک خاوند دی٬ بلکه د پوهی او معرفت په آسمان کی یو ځلانده ستوری هم دی.

زیرکیار د کابل٬ آلمان او د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کی استاد پاتی شویدی٬ دا هغه ځانګړی امتیاز دی چی زموږ د هیواد ډیر داکتران او پوهاندان٬ په غربی نړۍ کی له هغی څخه محروم پاتی شوی دی.

داکتر زیرکیار دا لیکنه د « خلیل اولسی ادبی جرګی » د هغه سیمنار په اړوند لیکلی ده چی د پورتنی ادبی جرګی لخوا د پیښور په « پریس کلب کی » کی د پښتو ژبی د بابا محمد ګل مومند په ویاړ او افتخار٬ د هیواد د نامتو متبحر عالم پوهاند او استاد٬ صدیق الله رشتین په مشرۍ او ریاست جوړه شوی وه.

داکتر زیرکیار خپله طلایی لیکنه داسی پیل کوی:

د جهاد د سیاسی خیرات په اوږدو کی چی له له ډډ څخه یی « ستمی اسلام » راووت٬ د ټول افغان هویت د اسلام تاریات٬ خراسانیانو او ستمیانو په لاس او د پردیو لکه ایران په امر یرغمل شو٬ او د ټول هیواد د معنوی او مادی شتمنۍ د پاگلو قلندرانو په کند او کچکول کی ولویدی.

پداسی افغان دشمنه وضع کی٬ « یو ژوندی مړی » یعنی محمد ګل مومند٬ یا په بل عبارت د « پښتو ژبی بابا » په درنه یادول او دهغه د څو بعدیشخصیت٬ لمانځل٬ د یوه داسی سپیڅلی بغاوت پیل دی چی د ټول افغانستان هر ډول میر څمنان یعنی غلیمان او دشمنان په کنګل « یخچال– مومند » کی خولی « عرق- مومند » کوی.

د پاګلانو په کلتور کی د « ژوندیو مړو» ( مرده های که از نظر معنوی زنده اند مومند ) درناوی کول او د هغوی د ارشاداتو٬ نغوږو او نصایح٬ د ملت په شعور کی٬ خوندی کول٬ د هیواد وطن پال منور قشر کلتوری٬ علمی او ملی وظیفه ده٬ پدی اړه او ارتباط ملی متفکر٬ شاغلی همیش خلیل د «خلیل اولسی ادبی جرګی » مشر ته ښه چار او مبارکباد وایم.

بابا محمد ګل مومند

د لوی میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا٬ په هکله د ښی او درنی وینا٬ ویل٬  لیکل او درناوی٬ ګوندی یو څه آسان کار وبریخی٬ خو د افغانی نړۍ او انګړ٬ دستر څیړاند « محقق » ښوواند « استاد » سمون وال او تکړه پوهیدونکی٬ مدبر واګیالی « سیاستمدار » او په دیری او جرګی کی د پوخ شوی ولسی شخصیت یعنی د مفکر محمد ګل مومند٬ نغوږی٬ نصایح او ارشادات٬ د جهاد د سایسی خیرات تحویلداران٬ ستمی دلالان او باداران یی٬ بوګنوی او لیار تری ورکوی.

د میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا په مشرۍ په افغانستان کی د صفوی او مغلی اسلامی واکمنانو شیطانی  دسیسی او استعماری یرغلونه او مظالم پای ته ورسیدل او پر ځای یی رشتینی افغانی اسلامی دولتونه ټینګ په پښو ودریدل چی د هیواد ملی برم او حیثیت اعاده شو٬ خو له بده مرغه د داسی سترو مشرانو او اتلانو څخه په پاتی نسلونو کی ددی تومنه پیدا نشوه چی په خپلو دربارونو کی د هیواد د لوی ټبر یعنی پښتنو سره انصاف و کړی٬ ددوی د بی مسئولیتیو او بی پروایی او ناپوهۍ له امله پښتو٬ بی درباره ملی ژبه پاتی شوه٬ او پخپله دوی هم لکه د مغلو د پاچاهانو په شان په خپلی ژبی کی٬ بی ژبی٬ په خپل کلتور کی بی احساسه او پردی٬ خپل اولس ته پړه او ملامت او بالاخره دومره خړ سترګی او ورک شول چی دسیالانو په مینځ کی سترګی نشی غړولی.

د پښتو بابا د ټول افغان ملت٬ د ملت کیدنی په لوری٬ د اکثریت د کلتور د ساتلو و ملی کولو او د ملی هویت د اغیزمن کولو لپاره د پښتو سره پښتو کول حتمی ګڼل.

دی غیرتمن پښتون مسلمان وه٬ ده د چا نه ویره او ډار ندرلود او خپل اند یا تفکر یی د هیڅ چا څخه نه پټاوه.

د ستمی او پردو دپاره د جهاد د سیاسی خیرات په کلتور کی د ځینو افغانانو « ظاهر » او « باطن » ګډ وډ شوی دی او ډیر ځلی په معکوس ډول منعکس کیږی.

دغه ډول افغانان چی د سیاسی مجبوریتنو له امله د « افغانستانیانو » په ډول او ساز ګډیږی٬ د مفکر محمد ګل چغه په باطن کی اوری خو په ظاهر کی یی خپل غوږونه کاڼه اچولی دی.

چنانکه په پیشور کی د سیمینار مشر٬ خپل تأثر او ګیله داسی څرګندوی:« څه مهال چی د خلیل ولسی ادبی جرګی تصمیم نیو چی د پښتو بابا په یاد او درناوی کی د یوه عظیم الشانه ادبی تقریب فیصله وکړه٬ د بری پختونخوا « افغانستان » ځینو ادیبانو٬ محض د سیاسی مصلحت پر بناء ( د هفت ګانه مزدورو سیاسی اسلامی ډلو٬ د داکتر زیرکیار په اصطلاح ملاتاریات٬ که معتدل وه لکه ملا نبی دبه…..، بی مشربه صبغت الله، بی پیره پیرنگی پیر گیلانی او که افراطی وه لکه کلب الدین، بحران الدین، قصاب ملاخالص، وهابی سیاف د سعودی سپی، د ملیت د تفکر سره بنیادی تضاد درلود- مومند ) د داسی ملی تاریخی سیمینار د جوړیدو سره حساسیت وښود.« د خدای لعنت دی وی پداسی بی ننګه او بی کلتوره٬ تش په نامه پښتنو شی.مومند »

د ملی مفکر محمد ګل له برکته پښتو په پښتو ټولنه کی چلن وموند٬ خو د « سردارانو» له برکته٬ دربار او دربار دولت٬ پښتو ژبه د دربار د دروازی نه بهر وویسته.

دربار٬ سردارانو او د دوی همزادانو د شلخیتوب لیاره نیولی وه  او د پشتو بابا « محمد ګل » د پښتو سره پشتو کوله.

بابا دی واقعیت ډیر کړاوه چی د پښتو سره په مؤسساتو « دربار ٬ دولت٬ مطبوعات٬ معارف٬ اواقتصاد » کی تبعیض خوندی شوی دی او ایران هم ددغه تبعیض په پالنه او حمایت کی اغیز من رول درلود او لری یی.  د پښتو بابا خبری٬ پخی او تلل شوی وی.

هغه به٬ شلخیانو او په پښتو کی لټانو ته داسی نغوږه یا نصیحت کاوه:«سردار کیږه مه٬ د پښتو سره پښتو وکړه او د خپلی مورنۍ ژبی خدمتګار شه.»

د بابا په تفکر٬ پښتو ژبه د افغان ملت د اکثریت ژبی په حیث باید خپل مقام او منزلت په دربار٬ دولت٬ مطبوعات٬ معارف او اقتصاد کی تر لاسه کړی.

پدی ډول مفکر محمد ګل٬ د « پښتو بابا » ډیر دروند او د مسئولیت څخه ډکخطاب وګاټه.

پښتو بابا که د خپل رسمی ماموریت په وخت کی په کندهار کی سنه ۱۳۱۱لمریز هجری کال « پښتو ادبی انجمن » جوړ کړ٬ چی وروسته په ۱۳۱۶کابل کی په « پښتو ټولنی» واوښت او د « طلوع افغان » اخبار چی د استاد حبیبی لخوا په فارسی (دری) نشریده په پښتو ژبه واړاوه٬ نو په سمنګان او زاړه بغلان کی یی هم جوماتونه جوړ کړل٬ بابا په زرګونو پاردریایی مهاجرینوکورنیو ته د اسلامی٬ افغانی او بشری تفکر له مخی٬ په ډیر اخلاص ښه راغلاست ووایه او هغوی ته یی په شمالی صفحاتو کی د هوسا ژوند او سکونت زمینه برابره کړه.

د مزار شریف٬ بلخ او سمنګانو د ښارونو نقشی دده په وخت کی جوړی شوی٬ سرکونه یی جوړ کړل ٬ د صنعت٬ کرهڼی او تجارت د پرمختګ لپاره یی عملی ګامونه پورته کړل.

بابا د قرقل د پوټکو تجارت د یهودانو د انحصار څخه وویسته « یهودانو ډیر کوچنی اقلیت په افغانستان کی٬ ستر اقتصادی قدرت درلود٬ یهودانو او د هیواد یهود مشربانو او ستمی قوتونو٬ د پښتو د بابا پر علیه کلک منفی تبلیغات شروع کړل.مومند»  او دولتی شاړی زمکی یی هم په ناقلینو او هم په پار دریایی مهاجرینو وویښلی او په زرګونو هکتاره زمکی د زراعت او کرنی وړ وګرزیدی.

د ټول افغانستان ملیګرایان که عملاْ د ملی هویت د ټینګولو په مورچل کی ځای ونه نیسی او همدا راز٬ د جرګی٬ مرکی٬ ملی شعایرو او واقعی لویی جرګی څخه د ملی حاکمیت د پلی کولو دپاره د ملی پرنسیپ په توګه کار وانخلی او د ملی لرغونو دودونو لکه ملی اتڼ٬ ملی توغ او بیرق٬ د بیرق په رنګونو ملی جامو او داسی نورو٬ د ترویج نه ځان بی خبره وساتی نو د هغوی ملیګرایی به بی خونده٬ ډنګره او بی سمبوله وی.

د پښتو بابا د یوه ملی مفکر په توګه داسی ټولو د ملی ژوند ستنو او ارکانوته د ملت جوړونکی عناصرو په توګه کتل او هغه یی «ملت ولی» یعنی« نیشنلیزم »ګڼله.

وزیر بابا چی اصلاْ کوچی وه٬ د وزارت د مقام د استعفی نه وروسته خپل کوچانی ژوند ته ادامه ورکړه٬ کله به په سمنګانو کی وه٬ کله په کابل کی٬ کله په کونړ کی او کله به په خپل اصلی کلی٬ ګولایی کی اوسیده او پدی ډول یی د ملت او ولس د ځانګړو پرګنو سره خپل تعلقات ساتل.

لوی استاد پوهاند رشتین لیکی چی: د بابا د وفات نه دری ورځی د مخه دده لیدو دپاره ورغلم٬ په دغه ورځ سر له دی چی لږ زهیر او رنځور ښکاریده٬ خو د لغاتو په څیړنه او تحقیق لګیا وه٬ قلم یی راخستی وه او نوی لغات یی لیکل٬ دا د محمد ګل بابا د پښتو ژبی سره مینه او عشق وه چی د ژوند د آخری سلګیو ورسره ملګری وه.

یو ځل د افغانستان پادشاه اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په هغه مهال چی بابا متقاعد شوی وه او په بلخ کی یی ژوند کاوه٬ د محمد ګل مومند د لیدو دپاره د هغه کور ته ورغی٬ پادشاه په فارسی« دری» او د پښتو بابا ورسره به پښتو ژبه خبری کولی،

دخبرو به ترڅ کی اعلحضرت وویل:« وزیر صاحب! من پشتو میفهمم ولی ګپزده نمیتوانم.» د پښتو بابا هم ځواب ورکړ چی زه هم په فارسی«دری » پوهیړم خو خبری پری نشم کولالی.منظور داچی  د پښتو بابا په خپله عقیده کی د هیواد د پادشاه پروا هم ندرلوده.

د پښتو بابا چی په ۱۸۸۴میلادی کال د کابل د اندرابی کوڅه کی زیږدلی وه په کال ۱۹۶۴میلادی د کابل د ده مزنګ په غره باندی٬ یوه دوه اطاقه خټین کرایی کور کی وفات شو. دا هغه افتخار دی چی په هیواد کی د هیڅ دولتدار شخصیت به برخه شوی ندی.

د مشرقی ولایت یو معروف شخصیت سناتور غلام نبی خان چکنوری د وزیر بابا په سمینار کی وویل:« محمد ګل خان مومند په وزارت کی فقیر او په فقیرۍ کی امیر وه.»

پښتو بابا محمد ګل مومند ځانله یو شخص نه وه٬ بلکه هغه د یوی مؤسسیحیثیت درلود٬ او مؤسسه په آسانی سره له مینځه نه ځی.

بی ننګه٬ شلخی پښتنو او محمدزی سردارانو ته وینا:

دری ژبه زده کول که لوی کمال دی

پښتو ژبه  هیرول  بی  کمالی  ده

په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply