د آی. اس. آی. ملیشه د هند د ملیشی خوب لیدلی؟

اخترمحمد یوسفی

0 776

« د پاکستان د بیزنس ریکارډر ورځپاڼې د راپور پر اساس،  د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي چې د افغانستان حکومت د هند په مرسته یو ملېشه ځواک جوړوي. د ولسمشر غني په هغه فرمان کې، چې نن ارګ خپور کړ، حکمتیار د مصالحې د عالي شورا په مشرتابه پلاوي کې شامل دی. د بیزنس ریکارډر د راپور له مخې، حکمتیار د جمعې د لمانځه په مهال وویل، د افغانستان حکومت د سولې مخالفت کوي او داسې اقدامات کوي چې د افغانستان لپاره به خطرناک عواقب ولري. ده زیاته کړه، هند د پاکستان په خاطر د سولې د روانې پروسې مخالفت کوي او غواړي چې د افغانستان له حکومت سره په ګډه یو ملېشه ځواک جوړ کړي.  ده همداراز ادعا کړې چې د افغانستان حکومت د سولې مخالفت کوي او نه غواړي چې طالبان د اوسني نظام برخه واوسي

هندوستان  په آسیا کښی د افغانستان يواځنی تاریخی او بی غرضه مرستندوی دوست دی، کوم چی د افغانستان په بدو ورځو کښی تل د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دی.  

هندوستان په افغانستان کښی د پاکستان او د هغه د مزدرانو د جګړو ورانی او ویجاړی یی بیا رغولی او ستر کارونه یی سر ته رسولی دی، کوم چی چه افغانستان د یو مستقل هیواد په توګه پاته شی. په خپلو پښو ولاړ افغاستان به هیڅکله د پاکستان پنځمه صوبه نه وی.

دا یواځی پاکستان دی چی د خپلو مزدورانو او مشاورینو په مرسته په افغانستان کښی د هندوستان پر ضد خپله دښمنی د ګران افغانستان په پاکه خاوره کښی پرمخ وړی او په عین وخت افغانستان هم ویجاړ وی.

ډیر نه انکارکیدونی اسناد هغه وجود لری کوم چی د افغانستان د بیا روغنی په پروژو کښی د هندوستان په مرسته، لکه د سلما د اوبو د بند د جوړولو پروژه، د نیمروز ولایت  او د دلارام د ولسوالی تر منځ د څړک د جوړولو پرژه کښی هغه بوخت هندوستانی انجینران او کارکونکی په وار وارو د پاکستان د آی. اس. آی. د استخباراتو لخوا تښتول شوی او یا وژل شویدی. ګلبدین دا د پاکستان جنایتونه په افغانستان کښی نه وینی.  

ګلبدین  د پاکستان هغه مزدور دی کوم چی (۴۶) کاله د مخه د داود د جمهوریت په وخت کښی  افغانستان پر ضد یی د آی. اس. آی. په غلامی باندی پیل کړیدی. ګلبدین د افغانستان د پردیو په څلورو لسیزو جګړو کښی د پاکستان په دستور یی ډیر بیګناه اومظلوم افغان ولسونه یی وژلی، افغانستان یی وران کړیدی.

د ګلبدین د جنایاتو شمیر د افغانستان او افغانستان د بیګناه خلکو  پر ضد د پاکستان په لمسون ډیر زیات دی چی په دی لنډه لیکنی کی نه ځایږیدلته یو څو مثاله یی لیکو.  

*- ګلبدین په پاکستان کښی د آی. اس. آی. افغان ملی او سیاسی شخصیتونه یی وژلی دی.

*-  ګلبدین د هیواد زرهاؤ میرمنو او نجونو پر مخونو باندی تیزاب پاشلی دی.

*- ګلبدین او احمدشاه مسعود پخپل مینځی جګړو کښی زیات شمیر هیوادوال وژلی دی.

*- ګلبدین د ۱۹۹۲ـ ۱۹۹۴ میلادی کلونو کښی ټول کابل یی وران کړی او د شپتو زرو څخه لا زیات د کابل ښاربیګناه هیواد وژلی چی نه انکارمنونکی اسناد یی موجود دی.

* ګلبدین د پاکستان او د افغان تندلارو د تنظیمونه د رهبرانو د غوښتنی پر اساسی د جنایتکارو د تور لست څخه ایستل شودی دی.

*- ګلبدین د پاکستان په مشوره هیواد ته راغلی او د امریکایی په ډالرو مرسته ژوند کوی.

*- د ګلبدین د ډلی هغه قاتلان چی افغان بیګناه ملکی هیوادوال یی وژلی دی له بنده خوشی شوی.  

*- ګلبدین اوس بیا دوباره د پاکستان په دستور په افغانستان کښی په نوی توطیو او غوړه مالی باندی لاس پوری کړیدی.

ګلبدین بیا غواړی چی لږ تر لږه د سل زرو نور بیګناه افغانانو قصابی د پاکستان لخوا د افغانان د ووژل پخپل لاس کښی واخلی. چلویښت کاله کیږی چی ګلبدین هلی ځلی کوی چی ګران افغانستان د پاکستان پنځمه صوبه کړی او یا ټول افغانستان بیخی نور هم وران کړی.

ګلبدین بیا خوب لیدل دی چی د امریکی او ناټو د نظامی قواؤ د وتلو څخه وروسته به وار بیا افغانستان د پاکستان تر ولګی راځی، نو ځکه دی په غوړه مالی او نوی تبلیغات باندی دوباره د پاکستان په ګټه پیل کړیدی.

سوله افغانستان ته د هیواد د بیګناه خلکو د قاتلانو پواسطه لکه ګلبدین نشی راتلای. د سولی د شورا په ټول لست کښی د شر او فساد رهبران او د پردیو مزدوران شامل دی.

پای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply