د معلومات پر اساس د ملګرو ملتونو، اندونیزیا، جرمني، ناروې، ازبکستان او قطر ټیمونه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو بهیر د څار مسوولیت لري او د دواړو لوریو ترمنځ به د همغږۍ په رامنځته کولو او زیاتولو کې رول لوبوي.

لومړی دور مذاکرات به په قطر کې ترسره کېږي او تر هغه وروسته مذاکرات ښایي په جرمني کې او ورپسې په ناروې کې ترسره شي، خو لا دویمي ځایونه نه دي نهایي شوي.

لومړی دور مذاکرات به د روانې سپټمبر میاشتې له پنځمې تر لسمې پورې ترسره شي او د بحث موضوع به یې تلپاتې اوربند ته لار هوارول وي.