!د ثور اتمه پیکه ولمانځل شوه

احسان الله ارینزی

560
د ثور اتمه یا په افغانستان كې د مجاهدينو د بري ورځ، لکه څنګه چی ښایی ډېره پيكه ولمانځل شوه. دیرش كاله مخكې په همدې ورځ ډله-دله وسله وال كابل ته ننوتل او د شوروی پلوه نجيب الله دولت ته يې د پاى ټكى كېښود.
كابل ته د مجاهدينو له راتګ سره د افغانستان د خلكو ډېرې هيلې تړلې وې. خلكو چې د څوارلس كلن جهاد دروند بار په غاړه وړى و، تمه درلوده چې خپلې هيلې لکه د قانوني دولت لرل، ملي حاكميت، سياسي خپلواكی، زمكنۍ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، بيا ودانۍ، پرمختګ او له نفس سره ستر جهاد پوره ووینی، هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيال شی او د ارام سا وباسي؛ خو په ډېره خواشينۍ سره هغه ستر ولس چې خپل يو نيم مليون ښځې او نارينه په دی جګړه كې له لاسه وركړي وو، په لسګونه زره معيوب او معلول وو، په مليونونو مهاجر شوي او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د تنظمیتوب، ناپوهی، د سياسي زعامت د كمزورتيا، ځان غوښتنې او د پرديو استخباراتو د لاسوهني له امله؛ د داسې ګډوډيو، انارشيزم، كورنيو جګړو او ورانيو سره مخامخ شو چې سارې يې د هېواد په اوږده تاريخ كې نه و ليدل شوې.
دې خونړيو پېښو د ثور اتمه د خلكو په اذهانو كې تته كړه او داسې وانګيرل شوه چې دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي _ جهادي مشرانو د بري ورځ ده چې د خلكو د بچيانو د وينو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو د خلكو د پراخه پرګنو ارمانونو ته يې شا كړه او د ځان غوښتنې او تنظیمی او استخباراتی ګټو په درياب لاهو شول.
اوس چې موږ دیرش كاله مخكې د ثور اتمې ته ګورو، وينو چې د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړه چې د دوې له ديني آرونو، ملي معتقداتو، قومي _ قبيلوي جوړښت او رواياتو سره په تكړ كې و او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره اواره كړه چې د خپلو افغاني ملګرو د اوښتون (انقلاب) د ساتنې يا د خپلو سیمه ییزه او نړیوالو موخو د عملي كېدلو له پاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وو؛ خو له بده مرغه چې مجاهدین هم د جګړې له ډګره بريالي ستانه نه شول، د نويو فتنو په غوبل كې دل شول او ټولې هغه برياوې يې له لاسه وركړې چې كېداى شواى، دې ستر ولس ته يې د خپلواكۍ او نيكمرغۍ زیری راوړی واى!.
د ثور له اتمې څخه وروسته افغانستان له نويو بدمرغيو سره مخامخ شو؛ ځكه چې تنظیمی مشرانو واحد نظر نه درلود، نړۍ افغانستان ته شا اړولي او ګاونډيانو ته سترګه وهلې وه چې اوس په دې خړو اوبو كې كبان ونيسئ.
د ګاونډيانو پټو او ښكاره لاسوهنو افغانستان له داسې خونړۍ كورنۍ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسيزل او د افغانستان ډېره پاته مادي، معنوي او انساني شتمنۍ يې پوپناه كړه..
سږ كال هم د ثور اتمه د پخوانيو كلونو په شان ډېره بې خونده ولمانځل شوه؛ ځکه چی د ثور د اوومی په شان، د خلكو په زړونو او ضمیرونو كې ځاى نه لري او دواړه زموږ د تاریخ دوه بدمرغه او توری ورځی بولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.