په بنو کې د مدني پښتنو لویه غونډه

احسان الله ارینزی

819

د روان ۲۰۲۲ عیسوی کال د مارچ په ۱۲-۱۴ ورځو، د خیبرپښتونخوا په بنو قبایلي سیمه کې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محمودخان اڅکزی په مشری او نوښت، داسی یوه درنه او پرتمینه پښتون قامی جرګه جوړه شوه چې ښایي د پښتنو قبایلی سیمو په تاریخ کې ساری ونه لري! 

په جرګه کې د پښتونخوا ملی عوامی ګوند، پښتون ژغورنې غورځنګ او نشنل دموکراتیک بهیر په مشرانو سربیره، د ډیرو  نورو ګوندونو استازو،  قبایلي مخورو او سپین ږیرو، لیکوالو، خبریالانو، مدني فعالانو، سیاسی شخصیتونو (لکه افراسیاب خټک او بشری ګوهر)، نارینه وو، ښځو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دې څلور ورځینۍ جرګه کې د سلګونو کسانو او په ځانګړي توګه میرمنو او پیغلو حضور ، دا ادعا ثابته کړه چې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزې اوس رنګ راوړی، د حق غوښتنه په خلکو کې ریښې غځوي او په ډیره مدنی او شعوري توګه دا مني چې هره انساني ټولنه باید د خپلې ژغورنې لپاره خپله ویښه شي، یو موټي شي، د خپلو سترو ستونزو په اصلي خبرو فکر وکړي، سرښندنې ته چمتو شي، پاڅي او په مخ وخوځي!

 د پښتون قامی جرګی په شان دروند او مهذب حرکت، یو مدني خوځښت دی چې د خان عبدالغفار خان د خدایي خدمتګارانو له افکارو څخه یې الهام اخستی او په ۲۱ پیړئ کی په مدنی مبارزه او د خپلو روا حقونو په غوښتنه باور لری او ورو-ورو په مخ ځی.  ! 

په دی جرګه کی د میرمنو او پیغلو حضور وښوده چی په پښتنو کی دا وړتیا او ظرفیت پیاوړی کیږی، چی په یوه وروسته پاته ټولنه کی د ښځو محترم ګډون ته ښه راغلاست ووایی او د ټولنیز – اقتصادی ژوندانه د جوړولو په ستونزمن بهیر کی، د دوی درنی او اغیزمنی ونډی ته د عقیدت ګلونه وغوړوی.

د بنو د جرګی په څلورمه ورځ یوه اعلامیه خپره شوه. د اعلامیی په پیل کی ویل شوی چی په پاکستان کی (ایین) یا اساسی قانون عملا ځنډیدلی او د پارلمان پریکړی په پام کی نه نیول کیږی. اعلامیه وایی چی په سیمه کی ټولی زیرمی (تیل، ګاز او نور معدنونه) او شتمنۍ (خاوره، غرونه، ځنګلونه، اوبه، بریښنا، ارزښتونه، اداره او نور) د خلکو دی او د پښتنو حق او ونډه پاید په پام کی ونیول شی. اعلامیه کاږی چی د تګلارو جوړول د ملکی حکومت کار دی؛ په تعلیم، اقتصاد، سیاست او کلتوری چارو کی، د ښځو له ګډون پرته پرمختګ نه شی کیدی؛ جګړو پښتو ژبی، تاریخ، ادبیاتو او هنرونو ته درانه زیانونه اړولی؛ پښتو دی د لویی پښتونخوا ( اوسنی پښتونخوا جمع د بلوچستان پښتون میشتی سیمی جمع میانوالی-اټک) قامی یا ملی، دفتری او تعلیمی ژبه شی، د وژل شوو او لادرکه او بیځایه شوو پښتنو پوښتنه دی وشی، ظالمانه قوانین دی لغو شی او داسی نوری خورا انسانی غوښتنې.

اعلامیې خپلې درې مادې افغانستان ته وقف کړې دي.

څلورمه ماده وایی: (جرګه دا غوښتنه کوی چی د افغانستان د لویی جرګی او د عامو انتخاباتو له لاری د ټولو ولسونو نماینده منتخب حکومت دی جوړ شی او په  راتلونکی کی دی د طاقت په زور د حکومت نیول، غیرقانونی او افغان ملت سره غداری وګڼل شی او د عصر حاضر د جهانی معیاراتو سره سمون خوړونکی جمهوری نظام دی پلی کړی شی.)

د اعلامیی ۵ ماده کاږی: (دا جرګه د افغانستان په اوسنی ناورین باندی خواشینی څرګندوی او د ملګرو ملتونو او ګاونډیو هیوادونو څخه غواړی چی هغوی دی د انسانی ناورین ښکار، افغان ولس سره هر ممکن کمک وکړی او افغان کډوالو او بیکوره سره دی قانونی او انسانی چلند وشی.)

اعلامیه په لسمه ماده کی د پښتنو یوی بنسټیزه ستونزی ته ګوته نیسی او وایی: (دا جرګه په دیورند کرښه باندی اغزن تار په سختی سره ردوی او غوښتنه کوی چی په کرښه ټولی تجارتی لاری دی، د تجارت او د کرښی په دواړو غاړو د ابادو خلکو ازادانه تګ راتګ له پاره، د څه کاغذی اسنادو او کوایفو بغیر یقینی شی.)

لنډه دا چی په دی جرګه کی، د پښتنو په سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو، تجارتی، کلتوری او تعلیمی ستونزو او د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو په وسایلو او امکاناتو خبری وشوی او  غوښتنه وشوه چی له ریاست (پاکستان) سره دی د پښتنو د اشتراک یو نوی تړون وشی!

جرګی د پښتنو د دوو پخوانیو جرګو د اغلامیو په منلو سره، د نویو حالاتو په رڼا کی ولس، ملت، ریاست (حکومت پاکستان) او نړیوالو ته نوی وړاندیزونه وکړل.

د دی جرګی جوړیدو دا وښوده چی په پښتنو کی د زړوری او شعوری مدنی مبارزی روحیه بیاوړی شوی، ورو-ورو د قبیلویت له کمکی کړئ څخه اوسنئ پرمختللی نړئ ته لار وهی، له ټوپک څخه واتن نیسی او د قانون د برلاسی، ملی حقونو، ژبی، پوهی، زده کړی، هنر، ادبیاتو او تاریخ په شان مسایلو په هکله فکر او پریکړی کوی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.