د سولې روان بهیر

وایګل کلالګويي

0 626

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ښايي د ګوتو په شمېر ورځې پاتې وي، د خبرو د پیل پر وړاندې ظاهراً ټول خنډونه لرې شوي او دواړه خواوې د خبرو پیل ته چمتووالی نیسي.

د مخامخ خبرو رامنځته شوی دغه تاریخي فرصت د شاوخوا دولسو کلونو د هڅو، پټو او ښکاره مذاکراتو پایله ده.

 په دغه موده کې د سولې لپاره هڅو بېلابېل پړاوونه تجربه کړي. دغه هڅې کله ډېرې ګړندۍ شوي، کله ورو شوي او کله نا کله په ټپه دريدلي او د دوام او پایلې هیلې یې مړې شوي. خو له دې هر څه سره سره اوس داسې ښکاري چې د افغانانو دغه هیله رښتیا کېدونکې او د ستونزو ورکه کيلي پيدا کېدونکې ده، خو دا چې په کوم قیمت؛ وخت به یې پریکړه وکړ ي.

د مذاکراتو اجنډا او پروټوکول هغه موارد دي چې ښايي د خبرو پیل لږ څه نور هم وځنډوي خو تر هغو وړاندې د مذکراتي پلاوي جوړښت هغه څه دی چې د طالبانو لوری یې لا ډېر فکر، مشوره او دقت ته اړ کړ.  طالبانو د یو قوي او جامع ترکیب لپاره لا له وړاندې کار کړی، دوی د یو داسې ترکيب لپاره کار کوي، چې هم د قومیت له اړخه ټولنیز تعاملات په پام کې نېول شوي وي او هم ددې وړتیا ولري، چې د خبرو پر میز د طالبانو ښه او ماناداره استازولي وکولای شي.

که څه هم د طالبانو مذاکرتي ترکیب کې ورستیو بدلونونو په تړاو برداشتونه دا دي چې ګواکې سیاسي قشر کې یې درزونه پیدا شوي او په لوی لاس یو شمېر پېژندل شوې څېرې یې څنګ ته شوي خو عمومي نظر بیا دا دی چې طالبان غواړي له افغان حکومت سره خبرو ته یو ښه، جامع او قوي ترکیب سره ننوځي.

د سولې بل اړخ حکومت ته بیا د جګړې په څېر سوله هم درنه تمامه شوې او له خبرو وړاندې میلیونونه ډالره د سولې په نوم د دولت له خزانې مصرف شوي چې ملموسه پایله يې نه ده ورکړې.

د ارګ او سپیدار تر منځ ورستیو جنجالونو او څرګندونو دا ښکاره کړه، چې د سولې په تړاو لا هم یوه هر اړخیزه اجماع او د فکر وحدت نه دی رامنځته شوی. ویشلي نظرونه او له مختلفو ادرسونو د سولې هڅې هغه موارد په ګوته کولای شو چې ښايي مذاکراتو کې د افغان لوري باندې ښه اغېزه ونه لري.

که څه هم حکومت هڅه کړې یو داسې ترکیب د سولې خبرو ته وټاکي، چې سیاسي وزن ولري، د ټولنې ټول اقشار په کې شامل وي، حکومت کې دننه ټولو سیاسي اقشارو ته د منلو وړ وي او هم په یو شکل سره ټول جریانونه په کې دخیل شي. خو له څو څېرو پرته د افغان حکومت پلاوي کې ډيری داسې کسان ځای پر ځای شوي، چې نه یوازې د مذاکرې لپاره منطق او ژبه نه لري بلکې په یو شکل سره سوله کې خپله ګټه نه ویني.

مذاکراتو کې اوربند ښايي د خبرو د سر موضوع وي، له اوربند ور هاخوا نظام، اساسي قانون او یو شمېر نورو موارد به خبرې ټکنۍ کړي او ډېر امکان شته چې خبرې هم وځنډوي.

د حکومت له لوري د سرو کرښو کښل په ځانکړې توګه د نظام او یو څو نورومواردو په تړاو د یو جامع تعریف او تفسیر نشتون بیا هغه برخې دي، چې د حکومت مذاکراتي پلاوي ته ستونزې پیدا کولای شي. له دې ټولو سره سره را روان مذاکرات ښايي د تمې خلاف ډېر عمر وکړي، موده یې وغځيږي او مختلف پړاونه تجربه کړي.

بله مهمه موضوع د سولې خبرو د انعکاس څرنګوالی دی، د اطلاع ورکونې برخه کې رسنۍ مسوولې دي چې، خلکو ته بې ځایه امیداوري خلق نه کړي او په سمه توګه موضوعات خلکو ته انتقال کړي څو د ابهاماتو د رامنځته کولو لامل نه شي.

له بده مرغه رسنۍ هم د ګڼو نورو مسائلو ترڅنګ د سولې موضوعاتو په تړاو متخصصین نه لري چې د سولې پورې تړلي موضوعات په مسکلي بڼه خلکو ته نقل کړي. که څه هم په لنډه موده کې د مذکراتو پایلو ته هيلې نشته نو اړتیا ده چې حکومت او نړۍواله ټولنه رسنیو ته لنډ مهال پوهنیز پروګرامونه برابر کړي څو د متخصصو خبریالانو روزنې سره دغه تشه هم ډکه شي.

په پای کې يو څه چې روښانه ده او باید ورته خوشبینه واوسو هغه دا ده چې دواړه لوري یو بل د دحقیقت په توګه منلي او چمتو شوي څو د تاوتریخوالي ختمولو او اوربند ته زمینه برابره کړي، هغه څه چې هر افغان یې هیله لري.

دا چې سوله افغان حکومت او طالبانو ته په کوم قیمت تماميدای شي او دواړه خواوې تر کومه حده انعطاف ته چمتو دي هغه څه دي چې د خبرو په جریان کې به ثابت شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply