مولوي عبدالحکیم څنګه تر رهبرۍ ورسید

سید عبدالله پاچا

0 842

مولوي عبدالحکیم چې تازه د طالبانو د قطر دفتر د مذاکراتي ټیم مشر شوی دی، د طالب مشرانو خوښه ورسره نه وه چې هغه دې مشري وکړي.

خو د طالب مشرانو ځینې مجبوریتونه و چې مولوي عبدالحکیم یې د مذاکراتي ټیم تر مشرۍ رسولی دی.

مولوي عبدالحکیم له ډيرې مودې راهیسې په دې لټه کې و چې څنګه ځان د قطر دفتر رهبري غړی کړي او بیا د مذاکراتي ټیم مشري واخلي، خو ملا برادر نه غوښتل چې هغه دې دومره واک او صلاحیت ترلاسه کړي.

ولې ملا برادر د مولوي حکیم مخالف دی؟

شیخ عبدالحکیم د طالبانو د هلمند د شورا مشر و، سویلي حوزه کې به چې د جګړې، نشه يي توکو، عشر، زکات او استخباراتي پیسې څومره لاس ته ورتللې، د کویټې شورا ته به یې لیږلې، خو بیا یې دا پيسې په دې شورا بندې کړې او ځینې غوښتنې یې درلودلې.

یوه غوښتنه همدا وه چې مولوي عبدالحکیم باید د مذاکراتي ټیم مشري وکړي.

دغه راز شیخ حکیم له ملا برادر څخه د هغو ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالرو حساب غوښته چې قطر کې امریکا ورته سپارلې وې.

دا پیسې تراوسه مالومې نه دي چې ملا برادر څه کړي دي، خو مولوي عبدالحکیم د دې سپیناوي په بدل کې د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته ورسید.

مولوي عبدالحکیم خو د مذاکراتي ټیم مشرۍ ته ورسید، خو د طالبانو سیاسي دفتر تمه لري چې هغه به څو پړاوه خبرې مخ ته یوسي او بیا به بل کس دا پروسه مخ ته وړي.

خو مولوي حکیم ټینګار لري چې د بین الافغاني خبرو پروسه به د دې په مشرۍ ترپایه مخکې ځي ، تر څو چې یوه پایله ورکړی.

که مولوي عبدالحکیم دا پروسه تر اخر مخ ته یوسي، بیا ملا برادر او عباس ستانکزی اندیښنه لري چې د دوی رول څه شو او ټول امتیاز او کریډیټ به مولوي حکیم واخلي.

مولوي حکیم یوه ځانګړنه دا ده چې هغه سویلي حوزه کې پراخ نفوذ لري او د همدې نفوذ څخه په ګټنې د طالبانو مشران مجبور شوي چې هغه د مذاکراتو پروسې مشر وټاکي.

اوس به ولیدل شي چې مولوي حکیم به دا پروسه څنګه مدیریت کړي، خو ملا برادر او عباس ستانکزی په دې اړه جدي ملاحظات لري او غږ نه شي کولی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply