په افغانې خبرو (جرګې) کې ستونزو ته حل لار

محراب الدين سليمان خيل

0 704

امپاير(څارونکى) بايد موجود وي

بعضې مسائل شته چې د جرګې دواړه اړخونو ته به سرې کرښې وي او له دې سرو کرښو تېرېدل به يوه ته کفر ښکاري بل ته به د جمهوريت او نظام مرګ.  مثلا” طالب به وايې:(شرعيت قايمومه غازي سټوډيوم کې به هره پنجشنبه دانسانانو قصابې وي، د درو وهل به وي، هره پريکړه او د مرګ فتوا به حقانې مدرسي د قران په تفسير او مفتي په فتوا به کيږي. حکومت: اساسي قانون هره ماده، بند،او فصل توبه نعوذ بالله د قران توری دی تغيیر او تبديل يې سره کرښه ده تغيرات نه منو پکې.  دعبدالله، دوستم، ګلبدين… په سياسىي سهم کې بايد تغیيرات رانشي بيا دوی خفه کيږي، دا چوکۍ زما ده دا خو بيخي چا ته نه ورکوم، او داسې نور… چې خبره په دي سرو کرښو ودريده بيا به څه کيږي؟ ګورئ؛ د دوو افرادو، ډلو، او قومونو ترمنځ هغه وخت جوړ جاړى ښه نتېجه ورکوي، چې په دواړو اړخونو يو څه فشار وارد وي، دريمګړى موجود وي يو څوک، يوه قوه،او ډار موجوده وي، چې د دواړو د فشار اله وي. که چيرې دواړه اړخونه خپل سر ته پريښودل شي نو مياشتې مياشتې به په خپلو کې په دلايلو، ګيلو او يو بل په تورنولو سره تيرې کړي.  په پاکستان خو هيڅکله د دريم ګړي باور کول نه دي پکار، او د فشار اله هم نشي ګرځېدلای که په طالبانو څه ناڅه سترګې رډولی شي هغه هم په ډيره کمه کچه ځکه طالبان اوس پخپله په نړۍ کې يو سياسي اړخ او ډله ده چې نړيوال غوږ ورته نيسي او خبره يې منئ . خو په افغان حکومت نشي کولاي فشار وارد کړي. او له پاکستانه د خير او خو تمه لرل به اشتباه وي.  روسيه هم ګټوره نشي تمامېدلای ځکه د خبرو دواړه اړخونو مشران هغه څوک دي چې يا يې پخپله د روس سره په جنګ کې ګډون کړی يا يې پلرونو او احزابو.  او ترډيره دا جنګ د تير 20 کلن جنګ سوله ده چې روسيه کمه دخيله وه پکې. نو ترکيه قطر عربستان او…هم دومره ګټور نشي تماميدلای. يواځې امريکا زما په فکر له هر اړخه دغه بست ته ګټور ثابتېدلای شي. له يو اړخ سره يې سوله کړې او بل اړخ سره امنيتې تړون لري او تر ننه يې نظامي ملاتړ هم کوي. امريکا بايد د خبرو پدې دور کې بشپړ د دريم ګړي واک واخلي او دخبرو په دوران کې دنظارت او فشار دواړو قوو څخه استفاده وکړي ترڅو خبرې اوږدې نشي او توافق ته ورسيږي.  ملت څه وکړي؟ ګورئ که رښتيا خبره وکړو او حقيقت ووايٶ هغه خلګ چې دافغانانو په سرنوشت سبا خبرې کوي نه ولاکه دهغې خوا ږيرور، پټکيو والا او نه له دې خوا ورغلي نيکټايي دار د ملت ريښتوني او سپيڅلي استازي وي، يوه ځان داسلام سپينه پريښته راته جوړ کړې، بل د تمدن او آزادۍ څالار.  ملت ستړى ده وږى ده بې سرپناه ده بې وزله او بې عزته ده بس يو لاس يې شاته بل مخ ته نيولی او عزت يې پټ کړی او د خپل سر خير غواړي. جنګ دومره ستړي کړي د سولې دومره ارمانجن دي چې هر څوک وي خو چې د سولې خبر يې له خولي راوځي بس ملت يې په سترګو مني او دخير دعا ورته کوي. 

ملت:  ملت بايد افغاني خبري جدې تر نظارت لاندي ونيسي، هغه بعضى ارزښتونه چې زمونږ د افغانيت او ستر احمد شاه بابا راپاتي ميراث او سمبول دي او هغه څه چې زمونږ افغاني غيرت او غرور يې نه ايجابوي چې ترپښو لاندي شي.  لدې نه علاوه نور بايد چاته اجازه ورنکړل شي، چې د شخصي ګټو او پردو ته د جاسوسۍ لپاره افغاني خبرې ګډوډې کړي او د ډېرو وړو مسائلو لپاره افغاني خبرې وځنډوي ملت بايد دافغاني خبرو د هرې ورځې له پريکړې او خبرو ځان با خبره وساتي، بېداره واٶسي. هر کله چې کوم خنډ منځ ته راځي ملت بايد جرګې،ناستې، مظاهرې وکړي، په دولت او طالب دواړو فشار وارد کړي ترڅو منځته راغلي شته خنډنو ته حل لارې ولټوي، همدارنګه نړيوالو ته پيغامونه واستوٶ چې په افغاني خبرو کې د مرستي غوښتنه ځني وکړو. د ملت پريکړه په سوله ده او ملت پدې پريکړه کړې، چې سوله د افغانانو د خلاصون لار ده. 

حکومت:  هغه جنګ چې تقريبا”5 نظامونه يو په بل پسي ړنګ شول،او راغلل او دوه څلويښت کاله يې دوام وکړ نن د داسي اوږدې جګړې د خاتمې وار رارسيدلی ده افغان فعلې حکومت او طالبانو وار ده، چې د افغانو له کوره دا پردۍ جګړه نوره ختمه کړي. حکومت بايد هر څنګه چې کيږى هغه لاسونه او ژبي لنډي کړي هغه که دنظام داخل کې وي که بهر څوک چې د سولې په وړاندې خنډ کرځي او دملت ستر آرمان او هيله پوره کړې افغانې خبري ښي مدېرېت کړي او په ګټه يې پاي ته ورسوي.

طالبان: عزت او درنښت مو پخپله خاوره ده راشئ خپل کور افغانستان ته، نه پاکستان ستاسو دوست ده، نه د اسلام، هغه يواځي او يواځي د افغانانو او افغانستان دښمن ده او بس!. سوله وکړئ، خپل کورته راشئ پردي زامن مه وژنئ ځوانان پريږدئ له سنګره مکتب او پوهنتون ته لاړ شي، دمور او پلار دعا واخلئ، دا افغانستان ده دلته پښتانه،ايماق،ګوجر،ازبک،هزاره،ترکمن،قرغز،پشه يې، اوسئ دا قومونه ټول مسلمانان دي،شريعت اسلام او استقلال د ټولو افغانانو هيله ده سوله وکړه، ته پخلا شه دلته به شريعت او اسلام دواړه ووينې.

 نتيجه حل لاره:  دولسم د سپټمبر افغاني جرګه شروع کيږي لومړى ورځ به معرفت او افتتاح وي دوهمه ورځ به خبرې شروع کيږى. لومړى به نوبت د طالبانو وي دوی به خپلي غوښتني وړاندې کوي او خپل مشروعيت او د افغان دولت د نه مشروعيت دلايل به وړاندې کوي. افغان مذاکراتي پلاوی بايد د دوی غوښتنې مطالعه کړي او تر څومره حده چې دوی وتوانېدو له طالبانو سره دې بحث پرې وکړي که وتوانېدو چې طالبانو ته قناعت ورکړي خو ښه ده، که ونتوانېدو نو مذاکراتی پلاوی دې کابل ته راشي او ملت ته دې مراجعه وکړي. 

د ملي شورا مجلسين (مشرانو جرګه او ولسې جرګه )دواړه دې څوو پرلپسې ورځې پدې موضوع بحث وکړي. د علماوٶ شورا دې هم د هېواد له هر کونجه علما راوغواړي او غونډې دې وکړي. حقوق پوهان دې هم د طالبانو په غوښتنو خپل بحث وکړي. رسنۍ، مدنې فعالين،سياسيون،مشران او ځوانان دې ټول خپل وخت سولې خبرو ته ورکړي. يوه هفته دې کابل رخصتې اعلان شي او آخر کې دې يوه ټول شموله واقعې او افغانې لويه جرګه دايره شي، چې د هيواد له هر کونجه افغانان پکې شامل وي او آخري پريکړه دې لويه جرګه وکړي، د لويې جرګې پريکړه به نهايې وي چې هيڅوک يې بيا د مخالفت او سرغړونې حق ونه لري، لويې جرګې دغه پريکړه به د طالبانو لپاره د دوي د غوښتنو،مشروعيت او نه مشروعيت جواب به وي. 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply