د آخرنیو ۱۹ کالو لاسته راوړنو باندې بحثونه

داکتر سبحان

0 771

پدې شپو او ورځو کی د کابل حکومت د آخرنیو ۱۹ کالو لاسته راوړنو باندې تاوده او مساله دار بحثونه روان دی

خو زه چه هر څومره لټه کوم چه داوسنی نه بلکه د مجاهدینو د اول دور راپدېخوا تر دا ننه پورې هیڅ داسی ټکی، وریانټ نه پیداکوم جه د دوی اړخ ورباندی ګټندویه وستایم!

کله چه د همدې تنظیمی کروپونو د جمعیت ډلی لخوا دروسانوسره تماسونو، قدرت ته د رسیدلو او د څو خرڅ شوو پرچمی ایجنت جنرالانو په په عضوی مرسته د داکترنجیب پرحکومت کودتا وکړه او د وخت حکومت یې راوپرزو چه همزمان دجهادی ډلولخوا په پشاور کی انتقالی حکونت هم معلق پاتی شو. هېوادته په راننوتلو پاټکی اوقریوی سپک ، وحشی اوطالم ملوک الطوایفی سیستم یې ټینګ کړ چه دهغه وخت دغمیزو قصې لا اوس هم تازه اونه هېریدونکی دی.

 لا ساه یې اخیستی نه وه چه ابران کی ۸ اوپاکستان کی ۷ تربیه شوو جهادی تنظیمونو اوهېواد دننه مستقل یاغی اوباغی قوماندانانو داخلی جنګ شروع کړ چه هم یې پخپلوکې اوهم یې دهېواد په کچه عوام خلک په بېرحمانه توګه دسمت او ژبتوکمیز اختلافاتو په نوم او بهانه ووژل، کابل دخاورو سره خاورې شو او تنظیمی ډلو دکابل ۷۵- ۸۰ زره ملکی وګړی یې په بېرحمانه توګه ووژل

د دغو اوسنیو په کابل د حاکمو جنګی مجرمینو ظلم او ستم دومره زیات شو چه د عفونت بدبویانې د نړیوالو پزو ته ورسیدل چه بالاخره کال ۱۹۹۶ کی اوسنیو طالبانو د شیخ ملامحمد عمراخوند تر رهبرۍ اود سعودی عرب، امریکا او پاکستان په شناخت اومستقیمو مرستو دڅو میاشتو په جریان کی ورته د پای ټکی کېښود او د کولاب او ترکیې پوری یې وځغلول. طالبانو هغه وخت دهېواد ۹۵٪ خاور دخپل قیادت لاندی راوستی وه چه طالبان د یونامعلوم او مبهمی لوبی قربانی شول اوهېواد د امریکا- ناتو اونورو متحدینو په مستقیمی نظامی مرسته له صحنې اړخته واچول شول او پخوانیو جهادی ډلو دغربیانو په پراخه نظامی اولوجیستیکی همکارۍ د بن په کرغېړن کنفرانس کی داکرت داتحادشمال- شمالی ټلوالې ترعنوان لاندی یو ځل بیا افغانستان ترخپل آسارت لاندی راوست!

تېرو ۱۹ کلونوکی مجاهدین د غربی دیموکراسۍ استاذی شول چاچه څوکاله له مخه ورته د کافراومنافق اشارې کولې!

خو دا کرت مجاهدینو د هېواد عامه شتمنیو، د انسانی او مخدره موادو په قاچاق، د دولتی اوشخصی ځمکو دغصب، د بهرنیانو دبیارغونی زرګونو ملیونو دالرو نغدی مرستو په غلا، هېوادکی ددولتی اوحکومتی فاسدترین نظام جوړولو کی مصروف شول. ددوی په بیاراتګ سره په هېواد می زرګونه افغان خاصتآ د پښتنو کورنۍ دخارجی عساکرو پواسطه تالاشی، د شپې لخوا سلګونه بمباریو په نتیجه کی دهېواد امنیتی وضعه هغه حال ته ورسیده چه روزانه ۳۰۰ ملکی وګړی مو د دې فاسد نظام درشد اوپاتی کېدو پخاطر قرلانی اوشهیدان شول. ددوی په ۱۹ کلنه دوره کی رشوت اوغساد اوج ته ورسېد، له کابل بانک څخه ۹۵۰ میلیونه دالرد عاموخلکو له بانکی حسابونو ویستل اوخارجی بانکونوته انتقال شول، هېوادکی د ۱۳۶ زره کیلومتره های وۍ او سړکونو پیسې غلا او خپلمنځونو کی تقسیم کړای شوې، د لهرنیو پی آر ڼی د بیارغونی سلګونه میلونه ډالر غلا شول، د خلکو اقتصادی وضعه د صفر نقطې ته تنزل وکړ چه لکه تصویر کی ځوان داکتر، داسی سلګونه ځوانان دغربت اولوږی قربانی شول.

دامریکا دسیګارکمپنۍ لا ۲۰۱۴ کی یوراپور ورکړچه ۱۰۰۰ میلیونه دالر یې افغانستان کی تری تم شول! ددوی لاسته راوړنی دپورته ذکرشوو ترڅنګ یوازی له پنجشیر څخه ۳۰۰ بیسواده یاکمسواده جنرالان، فاسدوزیران او عموی ریسان، فاسد او معامله ګر پارلمان، بېوهیته مارشالان چه دواړه یې کلک جنګی مجرمین دی، د شهیدانو د لقب تقسیمات او نامعلومه د داخلی او کورنیو جګړو قهرمانان چه لا دۍامین د حکومت د راپرزولو لپاره یې شورویانو سره قرارداد درلوده چه قطارونه به یې کابل ته په سالنګ کی آزاد رتېرېږی. دهمدوی تراسارت لاندې دهېواد ۵۰ کلنه اردو منحل ، تاروماراو د ۲۰ میلیاردو دالرو نظامی تجهیزات د نوازشربف په فرمایش استاد ربانی د لس میلیونو دالرو مقابل کی جنرال حمیدګل د آی ایس آی ریس ته افتخارانه تحفه کړای شول .

اوس تاسی ووایاست اوماته یې راپه ګوته کړۍ چه دوی لاسته راوړنی څه ته وای؟ تعریف یې ددوی په آند څه دی؟

په درناوی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply