!د اوسنې بحران یوازنی لار د تفاهم ، سولی  اوخبرولار ده

عبدالمنان توحیدیار

0 674

   د اسلام مقدس دین ټول منونکۍ دین دی چې د نړۍ ټولو مسلمانانوته یي دسولي اووروولی سپارښتنه کړي  دانسان وینه یي دومره ارزښتناکه ګڼلی چې د یو انسان وژنه یي دنړۍ  دټولو انسانانو وژني سره پرتله کړي پدی مانا چې کله یوانسان بل انسان وژني لکه دنړۍ ټول وګړي یي وژلي همدارنګه دیوانسان دژوند ساتنه یي  دنړۍ دټولوانسانانو دژوند ساتنی سره پرتله کړي پدي مانا چې کله یوانسان دبل انسان دژوند پام ساتي اوهغی ته ارزښت ورکوی اوکله چې له ستونزو سره مخ شی او هغه وژغورل شی نو د ډیر اجراوثواب څښتن به شي چې پدي اړوند الله (ج) فرمایلی دی سورت المایده .

ژبا ړه : کله چې یوانسان بل انسان پرته له جرم  ووژني  لکه د نړۍ ټول وګړي یی وژلي وی اوڅوګ چې یوانسان دمرګ نه وژغوري لکه د نړۍ ټول وګړي یی ژوندی کړي وي . قرآن عظیم الشان پدي هکله  یوټولنیز اوروزنیز حقیقت ښکاره کوي ځکه چې اسلامی ټولنه د یو کلي اویو وجود  حیثیت لری کچیري د بدن یوغړي ته  زیان ورسي نوټول بدن ناراحته کیږی نویوه ټولنه هم د خلکو څخه جوړه شوی اود یوي کورنۍ حیثیت لري نود یو بی ګناه انسان وژنه ټوله کورنۍ خواشیني کوي لدی امله قرآن کریم دغه موضوع ډیره ارزښتناکه ګنلي او د دي له پاره چې د یوانسان د ویني له تویدو مخنیوي وشي نوخپلو بنده ګانوته یي په سوله  اوورورولی سپارښتنه کړي اوفرمایلی دی (الصلح الخیر) دا یوسترحقیقت دی چې زموږ د هېواد اوولس دښمنانو له اوږدې مودې را پدیخوا د دی خاوري په سلګونو بی ګناه انسانان په وینو لټ پټ کړي ، په سلګونو د دین عالمان ، ښوونکي ، انجنیران يي په خاورو کی دفن کړي ، په زرګونو ماشومان یی بی پلاره اوبی موره کړي ، په سلګونو میندي اوپلرونه یي د بچیانو  له نعمت څخه بی برخي کړي با الاخره زموږ دښمنانوخپلو ناوړو موخوته د رسیدو په خاطر هرراز چال او نیرنګ کارولی ولی نن د خدای (ج) په نصرت او د دی ملت د مټ په برکت د بیا رغونی اوپرمختګ په لور ګامونه اخلو اوپدي لاره کې مو ډیری لاسته راوړني درلودلی ، الحمد الله نن موږ د منتخب رئیس جمهور ، اساسی قانون ،  پارلمان  ، قضایه قوی او یو پیاوړی نظام درلودونکي یو  ولی زموږ بهرني او کورني دښمنان اوس هم آرام ندي ناست اوهره ګړۍ دتوطیو اودسیسو دجوړیدو پلان لري اوهڅه کوي ترڅو افغانستان یوځل بیا د تباهۍ ، جنګ اوګډوډی په لوربوځي .

   متدینو هېوادوالو : د دښمن د ناوړه موخو په پوهیدو سره  د دې وخت  دی چې تر څو په خپل هېواد کې د سولی او امنیت په ټینګښت کې هڅه اوهاند وکړو ترڅو د یوپیاوړي اومقتدرنظام په درلودو سره د ژوند په ټولو خواوو کې خود کفا واوسو او د خپلو نیکونو په شان د یوي بشری ټولني د ژوند په جوړښت کې اساسی رول ولوبوو او د پردیو له احتیا ج څخه خلاصون ومومو او خپلی اړتیاوی په خپله پوره کړو اود یو متمدن او پرمختللی هېواد څښتنان شو. ځکه چې سوله، مینه ، دوستي او سولییز ژوند د اسلام مقدس دین په لومړیتوب کې ځای لري، او قرآن عظیم الشان تل د هغه په ژوندي ساتلو باندې ټینکار کړی دی او هغه یې د بشري ټولنې د خیر او نیکبختي عامل ښودل دی، چې په هیواد کې د یوې تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه په دوحه  کې ناسته تر سره شوه، او د هیواد ټول وګړي په یو غږ ده.

افغانستان اسلامي جمهوری دولت ، وسلوالو طالبانو او نړیوالې ټولنې له استازو څخه غواړي چې د یوې تلپاتې سولې او جګړي د ختم لپاره له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي .

  نو اړینه ده چې پدي لاره کې علما ، د پوهی خاوندان په ځانګړي توګه ملا امامان اود جوماتونو خطیبان سترمسولیت لري ترڅو د خلکو ذهنونه روښانه کړي اوخلکوته ووایی چې د افغانستان قضیه د جګړي ، وینی تویوني ، د سرکونو ،پلچګونو ، کلینیکونو او ښوونځیو په ویجاړولو  نه حل کیږی بلکه دحل یوازنی لار د تفاهم ، سولی  اوخبرولار ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply