حکمتيار: سرور دانش تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ

0 753

آيا هغه څوك هم پر بل چا د قوم پالني تور لگولو حق لري چي په خپله تر هر چا زيات د قومي تعصب په بېمارۍ اخته دئ؛ داسي چي:

  • په خپل حزب كي يو غير هزاره غړى نه لري.
  • په ارگ كي او په خپل دفتر كي ئې ټول مأمورين؛ له سر تر پاى هزاره دي؟
  • په موروثي امامت باور لري او دا ئې د مذهب جزء دئ، امامت د على رضى الله د زامنو، لمسيانو او كړوسيانو مسلم حق گڼي.
  • ټول مذهبي پيشوايان او مراجع ئې په موروثي توگه غوره كېږي؛ مرجعيت له پلار؛ اولاد ته انتقالېږي.
  • قم او نجف ئې دوه اساسي قبلې دي، په همدې نجف او قم كي ټول مذهبي مراجع داسي دي چي دا مسند او كرسۍ له پلار نيكه په ميراث ترلاسه كوي.
  • د ايران تابعيت لري او هلته له پېړيو پېړيو راايسي د فارسيانو استبدادى حكومت دئ او ټول نور قومونه او قبيلې له خپلو ټولو انساني حقوقو محروم دي.
  • د ساسانيانو، صفويانو، نادر شاه افشار، او نن د ايران اخوندي حكومت؛ ټول موروثي حكومتونه وو او دي؛ زوى د پلار وژلو هڅه كړې او پلار د زوى سترگي ايستلې، د نادرشاه افشار او د هغه د زوى قصه د هر تاريخ پوه انسانه مخي ته پرته ده.
  • دوى پښتانه يوه وړه قبيله گڼي؛ په داسي حال كي چي په دې سيمي كي د تاجكستان، اوزبكستان، تركمنستان، قزاقستان، قرغزستان، ټولي مركزي آسيا هېوادونو؛ د ايران په  شمول؛ تر ټولو لوى قومى جماعت پښتانه دي، شاوخوا 50 مليون پښتانه په دې سيمي كي مېشت دي، د هر اشغالگر په وړاندي د آزادۍ په جنگ كي تل مخكښ وو، آيا يوه قوم او مشرانو ته ئې سپكاوى؛ يو ستر شرارت نه دئ؟!!

ټولو شيعه افغانانو ته وايو: هغه چي تاسو ئې پرون له نورو قومونو سره وجنگولئ، ستاسو په نامه ئې له پرديو رشوتونه ترلاسه كړي، ځان ئې پلورلى، تاسو ئې پلورلي يئ، له اشغالگرانو سره ئې د ملت په خلاف لاس يو كړى، په دوى اعتماد مه كوئ، پر مخ څپېړه وركړئ، ستاسو عزت په دې كي دئ چي له وروڼو قومونو سره خپله وروري حفظ كړئ. افغانستان د ټولو مېشتو قومونو گډ كور وگڼئ؛ هغه هزاره او شيعه چي د خپلو غرضونو لپاره تاسو له نورو قومونو سره جنگوي؛ هغه تر بل هر دښمن زيات او لوى دښمن وگڼئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply