د افغان سولې د بريا لپاره د هند پر ښکېلتيا د کرزي ټينګار

0 616

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هدف اړينه ده چې هند د افغان سولې په روانه پروسه کې ښکېل شي او د همدې پروسې ملاتړ وکړي.
حامد کرزي له يوه هندي ورځپاڼې سره پخپل تازه مرکه کې چې پرون د تلې په لومړۍ نېټې خپره شوې، ويلي، دامهال هند ته ښه فرصت رامنځته شوی چې د افغان سولې په پروسه کې ورګډ او له وسله‌والو طالبانو سره خپلې اندېښنې په مستقیم ډول شريکې کړي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان سولې په روانه پروسه کې د هند له ورګډېدو ناوخته نه دی؟ وايي، دا مهال په دغه پروسه کې د هند د شاملېدو اصلي وخت را رسېدلی او اړتيا ده چې دغه هېواد د افغانستان ملګري او په سوله کې د يوه اغيزناک هېواد په توګه خپل مسئولیتونه پرځای کړي.
حامد کرزي په دغه مرکه کې د پاکستان په اړه ويلي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي له کبله رامنځته کېدونکی کړکېج د پاکستان په زيان هم دی او ټينګار کوي چې تر دې وروسته دې دغه هېواد خپلې ګټې په يوه با ثباته افغانستان کې ولټوي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چې پاکستان به تر دې وروسته له افغانستان سره د وسيلې په توګه د ترهګرۍ کارولو پر ځای سالمې او متمدنې اړيکې وپالي. حامد کرزي دغه راز په دې مرکه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتلو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل د مسووليت له مخې بايد پر سوله منتج شي، نه برعکس.
نوموړی وايي چې د تحليل له مخې ښايي امريکا په افغانستان کې خپل ټول حضور صفر نه کړي او يوه اندازه پوځيان او استخباراتي حضور ښايي افغان ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو په هدف وساتي.
کرزی د هندي ورځپاڼې دې پوښتنې په ځواب کې چې په نومبر کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته به د افغانستان په اړه د امريکا په تګلاره کې تغير راشي؟ وايي، د افغانستان په اړه د امريکا تګلاره واضح او روښانه ده او د امریکا د ولسمشريزو ټاکنو په پايله کې رامنځته کېدونکی حکومت به هم د امريکا اوسنۍ تګلاره جاري وساتي.
د سولې او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي دا څرګندونې داسې مهال دي چې تېره شپه د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وينا کې په افغانستان کې د جګړې پر ختمولو او له دغه هېواد څخه ژر د خپلو پوځيانو د ايستلو خبره وکړه. له دې سره دامهال د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د قطر په دوحه کې پر مخامخ خبرو بوخت دي.
خو له قطر څخه رسنيو ته رسيدلي مالومات په ډاګه کوي چې تر اوسه دواړه خواوې د سولې په اړه اساسي بحثونو ته نه دي داخل شوي او ترسره شوي متواتر بحثونه يوازې د مذاکراتو پر طرزالعمل پورې محدود دي.

سیحون خبري آژانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply