دولس (۱۲) ورځې بې پايلې مذاکرات

0 651

د قطر په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو دوولس ورځې تېريږي، خو لاتراوسه دواړه لوري يوازې د طرزالعمل پر جوړولو بريالي شوي نه دي.
د تېر مياشتې پر ۱۷مه نیټه د قطر په پلازمینه کې د طالبانو او افغان حکومت د پلاوي ترمنځ  د مخامخ خبرو پرانیسته وشوه، خو له دوولس ورځو تېرېدو وروسته تر اوسه کوم ښکاره پرمختګ نه دی شوی. په دوحې کې يو شمېر سيمه اییزې سرچينې وايي، چې هلته خبرې د پردې تر شاه روان دي او هیچا ته یې په اړه مالومات نه رسیږي. په دوحه کې د طالب پلاوي ویاند، نعیم وردګ وویل، چې خبرې د پردې ترشاه نه دي روان او يوازې دواړه لوري د طرزالعمل پر اختلافي مادو کار کوي. نوموړي د اختلافي مادو په اړه ډېر جزييات نه ورکوي؛ خو ټيڼګار کوي، چې د طالبانو او افغان پلاوي ترمنځ خبرو ډېر پرمختګ کړی دی. پخوانی طالب چارواکی سیداکبر اغا باور څرګندوي، چې دواړه لوري اوس د اسلامي حکومت پر نوعیت او ډول خبرې کوي. د طالبانو پخواني چارواکي زياته کړه، چې اوس اوربند د بحث وړ موضوع نه دی او دواړه لوري د افغانستان د راتلونکي نظام پر برخليک خبرې کوي.
طالب ویاید زبیح الله مجاهد، په خبرو کې د قطر له دفتره ناخبرې وښوده او په وینا یې چې دوی ته یې په اړه هیڅ مالومات نشته. خو افغان حکومت بیا د سید اکبرآغا خبرې ردوي او وايي، چې د طالبانو او افغان دولت پلاوو ترمنځ د طرزالعمل پر اختلافي مادو کار روان دی او ډېر ژر به دواړه لوري يوې ګډې پرېکړې ته ورسيږي. د سولې په چاروکې د افغان دولت د وزارت وياندې ناجيې انوري سیحون نیوز ته وويل، چې د افغان دولت پلاوي او طالبان په ډېريو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي. خو نوموړې د همدې پرمختګونو په اړه له جزيياتو ډډه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې روانې خبرې د بريا پر لور روانې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply