د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ته خطاب کې ویلي، چې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو له امله دې نور افغان ځواکونه له فعاله دفاعي حالت بهر او یوازې دفاعي حالت دې اختیار کړي.

یوې باوري سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط سیحون ته وویل، چې خلیلزاد له ولسمشر غني دغه غوښتنه د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د ټلفون پر کرښه کړې ده.

سرچینې وویل،” خلیلزاد د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ ولسمشر غني سره د سولې په وروستیو جزییاتو شاوخوا ۵۵ دقیقې ټلفوني خبرې وکړې. د خبرو په جریان کې خلیلزاد د طالبانو هغه پیغام هم ولسمشر ته ورکړ، چې په کې راغلي وو، افغان ځواکونه دې یوازې دفاعي حالت غوره کړي او له فعاله دفاعي حالت دې ووځي، ځکه دغې چارې د جګړې شدت او د طالبانو تلفات زیات کړي.”

د سیحون د مالوماتو پر اساس، ولسمشر غني ددې ټلفوني خبرو پر مهال خلیلزاد ته خطاب کې ویلي، تر هغه چې طالبان خپل بریدونه کم نه کړي او اوربند ته غاړه کېنږدي، افغان ځواکونه ددې مسوولیت لري، چې له خپلو خلکو، خاورې او پوستو څخه ساتنه وکړي.

مالومات ښيي،” ولسمشر غني خلیلزاد ته وویل: افغان ځواکونو د دوحې تړون ته په درناوي او سولې ته په ژمنتیا د هېواد په کچه ټول تعرضي عملیات درولي دي، یوازې د خپل ځان دفاع کوي. د دفاعي حالت تجربه ناسمه وه، زمونږ د تلفاتو کچه یې لوړه کړې وه، مونږ اړ یوو، چې د خپل ځان ساتلو لپاره فعاله دفاعي حالت اختیار کړو. که چېرې طالبان سولې ته ژمنتیا لري، ژر تر ژره دې اوربند وکړي.”

خلیلزاد پر داسې مهال له ولسمشر غني ورته غوښتنه کوي، چې په هېواد کې یو ځل بیا جګړو زور اخیستی دی.

بلخوا، تازه د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په خپلو وروستیو څرګندونو کې ټینګار کړی دی، چې افغان ځواکونه سولې ته ژمنتیا لري، خو طالبان باید تاوتریخوالی راکم کړي.

په همدې حال کې افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي، چې پر طالبانو څار لري او دغې ډلې خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی، خو افغان ځواکونو يې هم مخه نیولې ده.

سیحون خبري آژانس