سوالونه تکی کام (فلسفه او د اديانو نقد)

ريښتيا ګهيځ 

1 1,382

درنو افغانانو!

په پښتو او دري ژبه په سلګونو وېب سايتونه شته چې سياسي, تاريخي او ديني موضوعات پکې لوستی شی , خو داسې يو وېب سايت چې يواځې فلسفي موضوعات او د منطق په اساس د اديانو نقد پکې شوی وي نه تر سترګو کېده. دا چې د رېسانس پيل د دين له نقد پيل دی او زمونږ دښمنانو هم د دين له لارې ځپلې او له پرمختګ وروسته پاتې کړې يوو نو مونږ د سوالونه تکی کام په نامه وېب سايت او اپ جوړ کړ. د دين نقد عقايد نه محوه کوي بلکې د انسانانو د تراشليو ذهني او سياسي خدايانو له حقيقت انسانان خبروي.
انسان ته اسقلاليت ورکوي چې د خپل خدای سره په اړيکه کې مستقل وي او د مړو او ژونديو دلالانو منځګړتوب ته اړتيا ونه لري. د اديانو خدايان ټول سياسي, کلتوري او لانجه مار کرکتر دي چې له ذهنونو د باندې وجود نه لري. د دوی اړوندې کيسې, غورې او باټې هم د انساني ذهن د ننه تر خيالونو پورې محدودې دي. لاکن ديني دکاندارانو دغه خيالي کرکتر حقيقي خدای بللی او د سياسي, اقتصادي,شهواني او خود غرضۍ د موخو لپاره يې کارولی. د انسان په ورځني ښه او بد ژوند کې د حقيقي خالق د مداخلې هېڅ څرک نشته. لاکن د انساني ناپوهۍ, حرص او وهم له کبله تراشلی خدای د انسان په هر کار کې کار لري. دغه کرکتر د بشر د وروسته پاتې کېدو او لانجو سبب شوی. د دې کرکتر خلاف يو بل منفي کرکتر هم جوړ دی چې هغه شيطان بولي. انسانان يې ددې د مثبت او منفي کرکتر تر منځ په کيسو بوخت ساتلي.
غريب يې پدې دوکه کړی چې له مرګ وروسته ښه ژوند شته او شتمن ته يې ويلي چې تاته خدای درکړې غريب د ګيلې حق نه لري.
داسې او دې ته ورته موضوعات په تفصيل سره په دې وېب سايت کې بيان شوي.
Play store: swallona
په درنښت
ريښتيا ګهيځ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. ارین خان پکتين says

    موږ ویاړو درباندې مننه د افغان ملحدینو د اولسي پوهاوي د کمېټې له مشر ډاکټر عبيدالله وردک څخه

Leave A Reply