ميرمن کريمي له يوه خصوصي ټلوېزيون سره هوکړه لاسليک کړې چې پر بنسټ يې د افغاني فلمونه يوه برخه د دغه ټلوېزيون له لورې نندارې ته وړاندې کېږي. دا په داسې حال ده چې د افغانستان ملي ټلوېزيون د نشراتي ارشيف له نشتوالي کړېږي او د افغاني فلمونو خپرولو ته جدي اړتيا لري.
د دغه قرارداد له مخې چې د صحرا کريمي او د ياد خصوصي ټلوېزيون له لوري لاسليک شوی، مردهارا قول است، عروج، اختر مسخره، بيګانه، همسايه او طلبګار فلمونه به د دغه ټلوېزون له لوري خپاره شي.
اوس د فرهنګي چارو شنونکي د صحرا کريمي دې کړنې په غبرګون کې وايي چې دغه قرارداد بايد ملي تلوېزيون ته ورکړل شوی وای.
د فرهنګي چارو ستراتيژۍ ليکونکی فيصل فيضي وايي، ملي ټلوېزيون په افغانستان کې خلکو ته د يوې باوري نشراتي مرجع په توګه مطرح دی او دغه افغاني فلمونه هم بايد د ملي ټلوېزيون له لوري نندارې ته اېښوول شوې وای.
په همدې حال کې د افغان فلم يو تن کار کوونکی چې د موضوع د حساسيت له امله نه غواړي نوم يې په دې راپورکې یاد شي، سيحون نيوز ته وايي، دا قرارداد د شخصي علايقو پر اساس له يوه خصوصي تلویزیون سره لاسليک شوی او په خبره يې هېڅ لومړيتوب پکې په پام کې نه دی نيول شوی.
بلخوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بيا په دې اړه خاص غبرګون نه ښيي او نوموړی قرارداد له خصوصي سکټور سره د حکومت همکاري بولي. ددغه وزارت وياند صابر مومند وايي، دا قرار داد له خصوصي سکتور سره د همکارۍ له مخې لاسلیک شوی دی؛ خو د اطلاعاتو وزارت نشراتي معين سیحون نیوز ته وويل، چې لومړی حق د ملي تلویزیون وو؛ خو د هغه په وينا صحرا کريمې له مشورې پرته دا قرار له يوې خصوصي رسنۍ سره لاسليک کړی دی.
سيحون نيوز هڅه وکړه چې په دې اړه د افغان فلم رئيسې صحرا کريمي نظر هم واخلي خو نوموړې په تونده او نامسوولانه لهجه خبرو کولو ته حاضره نه شوه او ټينګار يې کاوه چې خبريالان باید له هغې سره يوه اونۍ وړاندې د مرکې لپاره همغږي وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان فلم رئيسه صحرا کريمي موده وړاندې د ايران فارابي سينما له مدير علي رضا تابش سره هم د همکاريو ګډه هوکړه لاسليک کړې وه.
تابش دغه هوکړه د افغانستان او ايران ترمنځ په سينمايي برخو کې د همکاريو پيل بللی و خو فرهنګي شنونکو بيا دا کار د صحرا کريمي له لوري په شعوري او غير شعوري توګه د ايران تر سیاسي اغېز لاندې د افغان سينما پر راتلو اندېښنې ښوولې وې.
سیحون خبري آژانس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320