زما خټین تاج محل

ولي الله ملکزی

0 1,594

ګورګاني شاه جهان، د خپلې ایرانۍ محبوبې ارجمند بانو د اروا، د ارامۍ پخاطر د ترک او تاتارو،‌ هند او سند، عجمو او عربو شل زره کارګران، مهندسان او کاشي کاران راټول کړل. د اترا پردیش ایالت، د اګرې په سوځونکي دوبي او باراني ژمي کې یې پنځلس کاله په مسلسل ډول د شپو په رڼو کولو او خولو په تویولو اړ کړل، ترڅو د خپلې نازولې، ممتاز محل ارمان پوره کړي. د یمن عقیق، د فارس یاقوت او د بدخشان لعلونه وکارول شول، چې د مینې،‌ سوز او ساز دنیاګۍ روښانه شي. تاج محل آباد شو او په ګونبزو یې د سرو مښکو، سپینې کوترې په غومبر او ناڅاګانو سر شوې. د مغلي بادشاه سلامت د ابدي عشق په خاطر، د خاطرو څلي هسک او دنګو مرمري منارو د ژوند ساندې پیل کړې. او پدی توګه د مینې او تراژیدۍ دغه شاهکار، پخپلې ښکلا او لرغونتوب سره، د نړۍ د اوو سترو عجائبو په کتار کې د خپل وجود او غرور شمله وتړله.

ما له وړوکوالي راهیسي دا تلوسه درلوده چې د وفا دغه سمبول له نژدی څخه وګورم، په اړه یې نوره مطالعه وکړم او یو څه ورباندی ولیکم. خو په عین حال کې، زما د ځپ ځپ او کنډر کنډر هیواد هره سوځیدلې جونګړه، هره نړیدلې کوډله او د هر جومات ړنګ محراب او مناره، ما ته د مغلي امپراطور د تاج محل په کچه ګرانه او نیازبینه ده. زه نه زر لرم او نه زور. نه ګنج لرم او نه هنر. بس دغه له کڼکي جوړ یو مات ګوډ قلم لرم چې په دی وروستیو څو کلونو کې می اته شپیته څیړنې او مقالې ورباندی وکاږلي او د کاغذ مخ می تور کړ.

ما په خپل دی کتاب (زما خټین تاج محل) کې یواځي هغه اوه څلویښت مقالې انتخاب کړيدي چې په مشهورو افغان سایټونو او ویبپاڼو کې خپرې او هره یوه یې په خپل وار سره، له دوه زره کرته زیاته کتل شوې او لوستل شوېده. له پیل تر پایه، ما هڅه کړې چې د سولې تت غږ،‌ د خلکوغوږونو ته ورسیږي. زه د تورې له برکت، اهمیت او ضرورت سره اشنا یم، خو نن د تورې خای قلم او د زغرې ځای ډرون نیولی دی. نو په کار ده چې د ټوپک د ماشۍ په ځای، د قلم بڅې نوکې تیرې او رنګ یې لا رنګین شي. موږ په تیرو څلویښتو کلونو کې ډول ډول وسلې او نسخې و ازمایلې، خو د قلم او کتاب نسخه مو په تاخچو کې د تعویذ په شان پوښلې ساتلې ده.

نن زموږ په پلرني وطن کې هره خوا، ځولۍ ځولۍ غمونه دي،‌ ویرونه دي او انګولاوې. هر لوری، بې خازې او ګمنامه قبرونه دي، سلګۍ، ویرونه او ماتمونه دي. نکریزې په لاس ناوې،‌ بورې میندې او ملا کړوپي پلرونه د خپلو ورکو عزیزانو د لارې خاپونه څاري. زه پدی بارو یم چې د روان خونړي ناورین یو لامل همدا دی چې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو اکثریت، د جنګ او فرهنګ ترمنځ توپیر نه کوي، بلکې جنګ یې فرهنګ ګرځولی دی. خو حقیقت دادی چې ژوند ښکلی او جنت ته تللې لارې د بی ګناه انسانانو په کوپړیو نه تیریږي، بلکې جنت ته ننوتل، نورو ته د ژوند په بښلو کې دی.

ټول پوهیږو چې په روانې پردۍ جګړه کې یوه میرمن هم په انتحار او انفجار کې لاس نه لري،‌ خو تر هر چا زیات همدوئ ځوریږي او کړیږي. ما د دی کتاب په شپږو مقالو کې زیار ویستلی چې په ټولنه کې د میرمن د مقام او حیثیت په اړه بیا بیا یادونه وکړم چې ښځه حوره نده، هغه پوره انسان دی،‌ اراده لري، غوښتنې لري او د خپل ځانګړي شخصیت او هویت مالکه ده. باید په پام کې ولرو چې عقیده او عقده څنګ په څنګ مزل نه شي کولائ او ستونزه په دین کې نه ده، په دیندار کې ده.

د اسلام د ستر پیغمبر (ص) سنت او تلپاتې لارښوونې، د دوو راشدو خلفاوو بې جوړې رهبريت،‌ د ابراهیم خلیل الله شخصیت،‌ جنتي فتواګانې او دزوخي جنګونه، د سیاسي لوبغاړو بخملي او ململي سیاستونه، د وجدان پیغرندې، د ډیورنډ په لیکه میشت د اصحاب الکهف د لارې مدعیان، د درویزې کلتور، پټه کورونا او څرګنده بی وسی، د سعودي عربستان هڅې، د ایران مداخلې، د برما د مسلمانانو غمیزه او د ترکې ټولټاکنې، نور هغه مضامین دي چې پدې کې کتاب راټول شویدي.

منم چې وړیا فیسبوک،‌ یوټیوب او نورو ډله ایزو وسایلو د رواجي رسنیو او په ځانګړي ډول د کتاب لوستلو ګراف حتی په پرمختللو هیوادونو کې زښته زیات را ښکته کړیدی. له بده مرغه زموږ په هیواد کې د څلورو لسیزو مسلسلو کور ړنګو جنګونو،‌ بهرنیو یرغلونو او د بدنیته ګاونډیانو پوځي او کلتوري تاړاکونو د (ت) حرف د تورې، (ټ) د ټوپک او د (ب) حرف د بم سمبولونه وګرځول او پایله کې د کتاب او کتابتون سره علاقه، په خروار کې چیټاکۍ شوه. خو زه بیا هم ستاسې په څیر، پدی عقیده یم چې کتاب ښه ملګری،‌ ګټوره سپما او په زړه پورې مشغولا ده. نو له ځانه سره مې وپتییله چې وړۍ په لاس د یوسف د خریدارانو په کتار کې ودریږم. د پښتو ژبې د څیړونکو او لیکوالانو له کاروان سره د منزل په لور، په مزل کې له دوی سره په خاړپوڅې ملتیا وکړم.

د ډیرو ښاغلو او منلو دوستانو هر یو، په جرمني کې د محترم شاعر او لیکوال استاذ مسعود فاراني، په کالیفورنیا کې د لیکوال او څیړونکي محترم ډاکټر عبد الرحمن زماني، په ډنمارک کې د ادیب او سپرغۍ ویبپاڼې د چلوونکي محترم عبدالملک پرهیز او په ناروې کې د خپل ګران ژورنالیست او د دعوت میډیا او افغان سباوون له بنسټګر محمد طارق بزګر څخه نړۍ مننه کوم چې په خپلو مقدمو او سریزو سره یې دی کتاب ته رڼا او ځلا وبښله. د (هاشمي د څیړنې او ژباړې مرکز) ته هم کور ودانی وایم چې د کتاب په چاپ او ډیزاین کې یې خپله مسلکي او تخنیکي همکاري وکړه.

همدا رنګه د خپلې میرمنې مننه کوم چې د کتاب په زیاترو لیکنو کې ګټورې مشورې را کړې او د خپلې ننګور هم منندوئ یم چې د کتاب د پښتي (وقایې) د بهرني مخ لپاره یې په ډیر زیار او مهارت سره د تاج محل دغه ښکلي انځور برابر او رسم کړ. خپل ځان د ټولو هغو درنو لوستونکو د پور، پورې ګڼم چې زما دغه مقالې یې د دعوت میډیا ۲۴، افغان جرمن آنلاین،‌ تاند، روهي، ټول افغان،‌ سپرغۍ، لر او بر او بینوا په ویبپاڼو او سایټونو کې لوستي دي.

 بس همدومره به ووایم چې، قدرمنو دوستانو! د بریاوو او خوښیو لارې مو، له لاره وو ډکې.

په مینه او مننه،

د سکرمنټو ښار، کالیفورنیا

اګست / ۲۰۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply