امريکا افغانستان ته خپل ۷۰۰ کسیزه تازه دمې سرتېرې استوي

0 691

افغانستان کې د امریکايي پوځيانو د نوې ۷۰۰ کسیزې ډلې د ځای پرځای کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
یوې امریکايي رسنۍ “سټار انډ سټرایپز” د امريکايي پوځيانو د نوې جوپې د راتلو په اړه خبر ورکړی او ویلي یې دي چې امریکا پلان لري جنوبي کوریا، اروپا او افغانستان ته درې ډلې تازه دمي عسکر ور واستوي.
راپور کاږي، چې دا ۷۰۰ کسیزه امريکايي پوځيان د هغو امریکایي سرتېرو په ځای به په دندو بوخت شي چې له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي. امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د نویو سرتېرو د لیږلو او یا يې د بدلولو خبر ورکوي، چې دغه هېواد باید د طالبانو سره د شوي تړون له مخې د روان کال تر پایه له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي. د یادونې ده، چې دمګړۍ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ټول شمېر تر ۸۶۰۰ پورې رسیږي، خو راپورونه وايي چې ښايي دا شمېره تر راتلونکې میاشت پورې ۴۵۰۰ ته را ټيټه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply