د طالبانو مذاکراتي هیئت او خارجي استخبارات

عبدالله مبشر

0 592

د موثقو سرچینو په حواله قطر ته د افغانستان د مذاکراتي هیئت له ورتګ څخه وړاندې د پاکستان استخباراتي سازمان غړي په هغه هوټل کې چې د مذاکراتو لپاره په پام کې نیول شوی موجود وو. دوی له طالبانو سره له نږدې کار کاوه چې هم په پاکستان کې ورکړل شوې اجنډا پرې تطبیق کړي او هم د مذاکراتو پر مهال د طالبانو په جامه کې د پاکستان ګټې خوندي کړي.

په قطر کې د بین‌الافغاني مذاکراتو له شروع کېدو مخکې د پاکستان استخباراتي ادارې  مهم غړي دوحې ته  تللي وو. د معلوماتو په اساس د آی اس آی دغو غړو دوه عمده اهدافه درلودل چې یو هدف یې پاکستان ته د قطر میشتو طالب مشرانو سفر کولو زمینه سازي وه او بل هدف هم په دوحه کې له طالبانو سره له نژدې کال کول و.

د همدغو استخباراتي افرادو په ذریعه پاکستان وتوانېد چې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی د پاکستان سفر ته وهڅوي. پاکستان د طالبانو سفر د درېیو ورځو لپاره پلان شوی و، خو دا چې آي اس آی فشار راوړ څو خپلې غوښتنې او اجنډاوې طالبانو ته تشریح کړي او دا چې څنګه دغو غوښتنو ته ورسېږي، نو دا سفر دوو اوونیو ته وغځېد. د سفر په اړه داسې معلومات هم خپاره شول چې طالب مشران په زور سره کینول شوي. خو د دې لپاره چې پاکستان له بدنامۍ ځان وژغوري، نو له خپلو استخباراتو سره یوځای یې طالب مشران د قطر پایتخت دوحې ته ولېږل.

مذاکراتو له پیل سره یوځای په دوحه کې د پاکستان سفارت د آی اس آي ۳۰ تنه غړي د یپلوماتانو په نامه سفارت کې ځای پر ځای کړل. دغه استخباراتي افراد په مختلفو بهانو له طالبانو سره ګوري، طالبان سفارت ته دعوتوي او حتی د مذاکراتو محل ته ورځي چې طالبانو ته مشورې ورکړي.

معلومات په ډاګه کوي چې دوه ورځې مخکې د آی اس آی افراد د مذاکرې محل ته تللي څو طالبانو ته مشورې ورکړي. په قطر کې د پاکستاني استخباراتو او طالبانو جلسات او ملاقاتونه په نورماله خو له عمومي انظارو لیرې جریان لري.

دوه کاله وړاندې د جرمني یوه ارګان طالبانو ته د مذاکراتو تدریس پیل کړ. دغه ارګان چې مقر یې په جرمني کې دی په منظمه توګه طالبانو ته یې دا درس ورکاوه چې څنګه مذاکره وکړي، له کومو چلونو څخه استفاده وکړي او څنګه په مقابل لوري برلاسی ومومي. اوس هم د دغه ارګان غړي په قطر کې مېشته دي او له طالبانو سره په تماس کې دي چې وخت نا وخت ورسره ګوري او ورته مشورې ورکوي. د همدغو روابطو په سلسله کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او غړي د جرمني له جرمن مسؤلینو سره لیده کاته کوي.. که چیرته د طالبانو رسمي ادرسونو خصوصا ټویټر ته مراجعه وشي نو دا روابط لا روښانیدای شي.

طالبان له ناروې سره هم ورته تعلقات لري او وخت نا وخت د دغه مملکت له افرادو سره د سلا مشورو لپاره ګوري.

اما لدې ورهاخوا له امریکا سره د طالبانو روابط نوې مرحلې ته داخل شوي دي.

د امریکا خاص نماینده زلمي خلیلزاد پخپلو اخیري خبرو کې ویلي چې له کله نه چې له طالبانو سره یې قرارداد امضا کړی نو تر اوسه د یوه امریکايي پوزه هم وینې شوې نده مړینه یې خو یې پر ځای پرېږده، او دا د ده لپاره افتخار دی. دا یو واقعیت دی.

په تیر یوه کال کې طالبانو د هېڅ یوه خارجي خصوصا امریکايي پر ضد وسله نده پورته کړې، بلکې برعکس پخپلو ساحو کې یې د امریکایانو امنیت هم ساتلی دی. امریکا د طالبانو د دغه خوش خذمتۍ په بدل کې دوی ته مشورې ورکوي چې څنګه وکولای شي د مذاکراتو ګټوونکي شي. له همدې امله طالبان په شوق او ذوق سره له هغو ملاقاتونو یادونه کوي چې له امریکایانو سره یې په قطر کې کوي.

طالبان پخپلو دغو کارونو سره یوازې او یوازې افغان وژنې ته دوام ورکوي. دوی له نورو مشورې اخلي چې څنګه پر افغانستان بیا تورتم راولي او بدبختانه چې نور هېوادونه د خپلو ګټو لپاره لدوی سره هماهنګه دي. خو افغانان په هېڅ صورت بیا هغه تورتم ته نه ستنېږي چې ۱۹ کاله مخکې ختم شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply