خلیلزاد: امريکا د شوروي اتحاد په څېر افغانستان یوازې نه پرېږدي

0 643

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امريکا نه غواړي چې د پخواني شوروي اتحاد په څېر د تېروتنې په تکرارولو سره افغانستان يوازې پرېږدي.

نوموړي دا څرګندونې په امريکا کې د (NPR) نوم يوې راډیو ته په مرکه کې کړي دي او زياته کړې يې ده چې افغانان د سولې په برخه کې اوس د یو ښه فرصت څښتن شوي دي. خليلزاد زياتوي چې له ۴۲ کالو وروسته افغانانو دا فرصت پيدا کړی چې د مذاکراتو پر مېز ټول اختلافي موارد را برسيره کړي.

د نوموړي په خبره، بین الافغاني مذاکرات د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو د استازو لپاره غوره فرصت دی خو په خبره یې د دې مذاکراتو پر وړاندې ننګوونکي ټکي هم بايد لرې شي.

زلمي خلیلزاد دغه راز د خپلو خبرو په یوه برخه کې پاکستان ته هم اشاره کړې او ويلي یې دي چې دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې له افغان حکومت سره خورا ښه همکاري کړې او طالبان یې اړ کړي څو د بین الافغاني مذاکراتو مېز ته کېني.

خلیلزاد دا خبرې داسې مهال کوي چې تازه یې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاويو له غړیو سره يې جلا جلا لېدنې کړي دي او دا مهال د دواړو لوريو ترمنځ د مذاکراتو پر چټک کولو کار کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply