د بریټانیا د استخباراتو مشر: پر کرزي مې د خواښې مربا وخوړه

0 1,045

د بریټانیا د استخباراتي ادارې مشر، الېکس ینګر په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال له خپلو ځینو کارونو پرده پورته کړې ده.

الېکس ینګر روښانه کړې چې څنګه یې په افغانستان کې د حامد کرزي زړه خپلوول سره د امریکا د سي ای اې په پرتله ښه مانورونه کړي دي.

فاننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې د الیکس ینګر له خولې لیکلي چې هغه د حامد کرزي زړه خپلولو په موخه هغه ته په منظم ډول د خپلې خواښې په لاس جوړه شوې مربا ورلیږله.

الیکس ویلي چې د هغه د مربا دا تاکتیک په افغانستان کې د بریټانیا میلیاردونه امنیتي مرستې جبرانولې.

ورځپاڼې لیکلي کله چې الیکس کابل کې د (اېم ای – ۶) د برخې مسوول شو، دنده ور وسپارل شوه چې حامد کرزي سره اړیکې ونیسي او هغه ته رپوټ ورکړي.

د امریکا استخباراتو هم کرزي سره وخت تیرولو کې د بریټانیا سره سیالي کوله.

دې وخت کې الیکس ینګر متوجه کیږي چې حامد کرزی له چای سره مربا ګډوي، ترڅو د سړې هوا یا زکام پر وړاندې یې وساتي.

الیکس ویلي: “ما کرزي ته د خپلې خواښې په لاس جوړه شوې مربا وړاندې کړه، کوم څه چې زما په فکر د امنیتي مرستو میلیاردونه ډالر یې جبران کړي دي.”

ورځپاڼې لیکلي چې دغه بریټانیایی استخباراتي لاهم لندن کې په خپل دفتر کې د کورنۍ مربا یو مرتبان ساتلی دی.

هغه همداشان ویلي: “زه  په اصل کې یو رومانټیک سړی یم. زه پر انساني عاملیت باور لرم. زه هغه حقیقت خوښوم چې خلک بدلون راوستلی شی، حتا په وړو کارونو سره. ما غوښتل چې د دغو کسانو په ډله کې ووسم.”

ینگر شپږ کاله د بریټانیا د خارجي استخباراتوادارې مشري او همداشان یې مخکې له دې نه د دغې ادارې د ترهګرۍ ضد د څانګې مشري کړې ده.

ینګر (اېم ای -۶) سره د خلیج د لومړۍ جګړې پرمهال یوځای شوی و.

1tvnews.af

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply