د طالبانو تبلیغاتي دستګاه څوک چلوي؟

سیدعبدالله پاچا

0 730

پدې وروستیو کې پر ټولنیزو رسنیو طالبانو یوه ویډیو خپره کړه، چې مخ پټي وسله وال پکې له موټرونو تلاشي اخلي، طالبانو ادعا وکړه چې د دوی جنګیالي د کابل ښار څنډو ته رسیدلي او هلته یې موټرونه تلاشي کړي دي، دغې مسئالې د افغانانو او بلخصوص د کابل ښاریانو تر منځ سخته ویره خپره کړه، خو څو ورځې وروسته د افغانستان امنیتي ادارو له رسنیو سره داسې شواهد شریک کړل، چې ښکاره کوله یې د طالبانو لخوا په کابل کې د پاټکونو ویډیو جعلي ده. پر امنیتي ادارو سر بېره د ازادو رسنیو بېلا بېلو بنسټونو هم د طالبانو لخوا خپره شوې ویډیو جعلي وبلله او پر رسنیو یې غږ وکړ چې د طالبانو لخوا د خپره شویو مطالبو سره مسلکي برخورد وکړي، ځکه د دوی اکثره نشرات د رواني جنګ او په خلکو کې د تشویش د اچولو په موخه تر سره کیږي.
خو پوښتنه دا ده چې طالبانو ته دغه تبلیغات څوک کوي؟
ماته ښه یاد دي په دوه زره اتلسم میلادي کال کې افغان هوايي ځواکونو په کونړ کې د ترهګرو ځینې مرکزونه بمبارد کړل، چې پکې د زیات شمېر ترهګرو د وژل کیدو خبره وشوه، ان داسې شکونه هم موجود و چې د افغان هوايي ځواکونو لخوا په تر سره شوي بمبارد کې پاکستاني جنرالان هم وژل شوي دي.
خو د برید نه یواځې څو ساعته وروسته پر ټولنیزو رسنیو د ورانو شویو کورونو او ګڼو وژل شویو ماشومانو عکسونه خپره شول او ادعا کیده چې ګواکې دا هر څه د افغان ځواکونو لخوا په شویو عملیاتو کې پېښ شويدي، خدای ناظر او شاهد دی د وژل شویو ماشومانو عکسونو زه هم غصه کړم، د دوی پر معصومیت او مظلومیت مې له سترګو اوښکې لاړې پر افغان ځواکونو مې لعنت ویل شروع کړل.
یواځې ما نه، بلکې هر افغان د هوايي ځواکونو لخوا په تر سره شویو عملیاتو نیوکې شروع کړې، یواځې د څو ساعتونو په تېریدو د ټولنیزو رسنیو پاڼې د وژل شویو ماشومانو په تصویرونو ډکې شوې، او ټولو خلکو د افغان حکومت او نظام پر ضد له قهره ډک غبرګونونه وښودل، خو دغه حالت یو دم بېرته تغیر وخوړو، ځینو ويښو ځوانانو پر فېسبوک د سي اېن اېن په نوم د یو نړیوال ټلویزیون را پور خپور کړو، په راپور کې د همغه ړنګو کورونو او وژل شویو ماشومانو ويډیوګانې او عکسونو ښکاریدل، کټ مټ همغه عکسونه، خو خبره بیخي برعکس وه، دا راپور سې اېن اېن په دوه زره نهم کال کې په بنګله دېش هېواد کې د راغلي طوفان او سېلاب په ویجاړیو او تلفاتو جوړ کړی و، خو دلته نهه کاله وروسته د همغه را پور ويډیوګانې او عکسونه خپریدل او ادعا کیده چې ګواکې دا هر څه افغان ځواکونو کړيدي، د سي اېن اېن څخه را اخیستل شوي دغه عکسونو په دومره مسلکي ډول جوړ شوي و، چې هېڅوک هم نه پوهيدل چې پوټوشاپ شويدي دې وي.
ما یواځې د طالبانو لخوا د جعلي خبرونو د نشرولو په مورد کې د دوو پېښو یادونه وکړه، خو باور وکړئ هره ورځ پر ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو په ادرس داسې دروغجن خبرونه نشريږي، چې خلک د نظام پر وړاندې را پاڅوي، ملي وحدت زیانمنوي او قومي تفرقه اچوي.
یوه میاشت مخکې د فېسبوک ادارې اعلان وکړو، چې په پاکستان کې یې سلګونه د فېسبوک اکاونټونه تړلي دي، دغه ادارې وویل چې پر دغه فېسبوک پاڼو باندې شک کیده چې د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا په افغانستان کې د روان جنګ د زیاتوالي او د وسله والو د جلب او جذب لپاره ترې استفاده کیږي.
فېسبوک ادارې ویلي و، چې د دوی شک ځکه زیات شو، چې ټول اکاونټونه د یو لوکېشن او موقعیت څخه چلیدل او تر ډېره بریده پورې یې محتوا د افراطیت د خورولو او د جګړې د زیاتولو پر موضوعاتو ور ټوله وه.
دا چې اوس تقریباً هر څوک انټرنېټ ته لاس رسۍ لرئ، د ټولو کیدونکو نشراتو سره پام وکړئ، معلومات دا دي چې په فېسبوک، ټویټر، یوټیوب او نورو شبکو کې له یو لک نه زیات داسې اکاونټونه شتون لري چې د روانې جګړې د لا زیاتوالي لپاره په ډېر ماهرانه ډول نشرات کوي، افغانان د نظام پر وړاندې پاڅوي او د قومونو تر منځ نفاق اچوي.
وروستۍ خبره مې تاسو ته دا ده چې دښمن د افغانستان د خلکو پر وړاندې د روان خونړي جنګ علاوه رواني جګړه هم پیل کړې ده او باید چې پام ور سره وشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply