ولسمشر غني د هلمند جګړه رهبري کوي

1 786

د هلمند والي جنرال محمد ياسين وايي، ولسمشر غني په دې ولايت کې د جګړې پرمهال د مستقيمې رهبرۍ او دغه راز د اکمالاتو رسونې په اړه جدي ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زياته کړې چې په لښکرګاه کې تر پرونۍ جګړې وروسته يې له ولسمشر غني سره ټليفوني خبرې کړي او د جګړې په اړه يې د لازمو لارښوونو ترڅنګ ورته د فوق‌العاده همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

محمد یاسین دا خبرې نن په خپله فېسبوک پاڼه کړي دي او زياته کړې يې ده چې د هلمند جګړه د وسله‌والو طالبانو په سخت زيان تمامه شوې ده. ولسمشر غني دغه راز په جلا توګه ټولو امنیتي ارګانونو ته هم امر کړی چې د هلمند جګړه په جدي ډول وڅاري او د هر ډول اړین غبرګون او اقدام لپاره دې د تیار سئ په حال کې و اوسي.

بل پلو د هلمند ولايتي چارواکي وايي، له پرون راهيسې د لښکرګاه په جګړه کې ۱۷۱تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي او تر دې ډېر ټپيان شوي دي. دوی دا هم ويلي چې د يادې جګړې پرمهال افغان ځواکونو پر وسله‌والو طالبانو هوايي ضربې هم کړي او همدا سبب شوي چې دې ډلې ته درانه تلفات واوړي.

د هلمند امنيتي چارواکو زياته کړې چې دا مهال ټولې سيمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي او د وسله‌والو طالبانو د تصفيې په موخه عمليات لا هم دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

1 Comment
  1. Akhtar Yusufi says

    د جمهور رئیس تیلیفون د هلمند والی ته د جګړی رهبری نده. د جګړی رهبری نظامی سیاسی تجربه غواړی

Leave A Reply