کونړ کې له وسله‌والو ډلو سره د اړيکو او قاچاق په تور ۸تنه نيول شوي

0 742

د کونړ ولايتي چارواکي وايي، د ملي امنيت رياست منسوبينو په دې ولايت کې له وسله‌والو ډلو سره د اړيکو، ماينونو، چاودېدونکو او نشه‌يي توکو د لېږد په تور ۸تنه نيولي دي.

د چارواکو په خبره له يادو کسانو سره يو ځای ۹۲ حلقې مایونونه، ۱۴۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، د ماینونو د چاودنې ۲ دستګاوې او ۱۰۰۰ دانې ټابلیټ‌کا نیول شوي دي. د کونړ والي محمد اقبال سعید په دې اړه ويلي چې دا توکي او کسان د کشفي مالوماتو په اساس د ملي امنيت ځواکونو له لوري د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوي دي.

نوموړي ټينګار کړی چې له ورته افراد سره هېڅ ډول مراعت نه کېږي او زياتوي، په کونړ کې ټولو امنيتي ارګانونو ته امر شوی چې د دې ډول اشخاصو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

په کونړ کې دا کسان داسې مهال نيول کېږي چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت ځيني برخې هم ناامنه شوي دي. خو په دې ولايت امنيتي ځواکونو ډاډ ورکړی چې د هر ډول امنيتي تهديد پر وړاندې جدي عبرګون او اقدام ته چمتوو دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply