ایمرجنسی روغتون

لیکوال : حیات الله ستانکزی

0 826

ایمرجنسي روغتون کې یواځې د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته کوالی شې چې خپل ناروغ وګورې، زه هم تر ډوډۍ خوړلو وروسته روان شوم، یوه نیمه بجه به وه، چې هلته ورسیدم، دروازه کې ډیر خلک ولاړ وو، او تر لنډې تلاشۍ وروسته روغتون ته ننوتل، په لست کې د خپل ناروغ د نوم تر پیدا کولو وروسته ورته ویل کیدل چې کوم لوري ته لاړ شي، دغه روغتون کې یواځې د جګړې د ټپیانو درملنه کیږي ، نو ځکه کوم عادي روغتون ندی، لدې ځایه د چا جنازه وځي، او څوک په کې خپلې پښې یا لاسونه له لاسه ورکوي، کوم بختور که لږ ژوبل وي او سم سلامت لدې ځایه

لاړ شي، روغتون ته ورغلم، ډول ډول ټپیان مې ولیدل، لکه مخکې مې چې وویل ډیر بې پښو او بې لاسو انسانان لا هم د ژوندي پاتې کیدو په هیله په چپرکټونو پراته ول، د هرچا سترګې نمجنې ښکاریدې، د پیوازانو او ناروغانو خبرې لنډې وې او ژر به خلاصې شوې، فکر کوم د یو او بل له حاله ښه خبر ول، یواځې د غمځپلو او لمدو سترګو په اړولو او راړولو یې یو بل ته د زړه حال وایه، خپل ناروغ سره مې ولیدل، شکایت یې کاوو چې ډیر په تکلیف یم، څو شیبې ناست ووم ، نور خپلوان مو هم ول، د باندې حویلی ته ووتم ، په ویلچر یا د معیوبینو په بایسکل ناستې جینۍ ته مې پام شو ، یواځې وه ، کرار یې ژړل، ورنږدې شوم، تقریبا د ۷ یا ۸ کالو به وه، یوه سترګه یې پلاستر وه، ترې ومې پوښتل لورجانې ولې ژاړې؟ پلار مې ولې نه راځي؟ کاکا ته ورته زنګ ووهه چې ژر راشي زه ورپسې ډیره خفه شوې یم. په مهربانۍ مې ورته وویل لورجانې زه خو ستا د پلار نمبر نلرم، خیر حوصله وکه رابه شي.

نوم دې څه دی؟

زرلښته.

د کوم ځای یې؟

د وردګو.

سترګه د ژوبله شوې؟

لدې پوښتنې سره یې، له خپلې سترګې پلاستر لرې کړ، واخ لیدل یې ډیر سخت وو، سترګه نه وه بس هسې خالي ځای یې ورته په پلاستر پټ کړی وو، خپل نس یې را وښود زخمونه یې پلاستر وو، د زړه درزا مې ډیره شوه، تر لنډ سکوت وروسته مې وپوښتله.

څنګه زخمي شوې؟

د کور مخکې مې له خپل ورورکي سره لوبې کولې، په سرک د عسکرو ټانګونه تیریدل، طالبانو له کلي ورباندې ډزې  وکړې ، هغوی هم ډ زې وکړې ، مونږ د کور پخوا منډه کړه، دروازې ته نږدې وو ، چې یوه غټه مرمۍ مو مخې ته ولګیده ، بیا نو پوه نشوم .

ورور د هم زخمي شو ؟

هو ، پلار مې وایي چې هغه یې پاکستان ته وړی ، هلته بستر دی .

هو رښتیا پلار د څه کار کوي ؟

هغه سراچه موټر لري ، له وردګو کابل ته خلک وړي او راوړي .

نور مشران ورونه لرې ؟

هو ، یو کور کې دی ، او بل شهید شو .

چیرته شهید شو ؟

نه پوهیږم ، چا شهید کړی وو ، بیا یې چپرکټ کې د هغه مړی راوړ .

نو ولې شهید کړی وو ؟

خو وظیفه درلوده کنه ، پلار او مور مې هر وخت ورته ویل چې وظیفه مکوه ، خو هغه د چا خبره نه منله . ویل به یې ماسره څوک څه کار لري .

خدای شته نور مې د هغې خوږې ماشومې د خبرو د آوریدلو توان نه درلود، کومه خاصه پوښتنه مې هم زړه کې نه وه ، ستونی مې هم را ډک شوی وو، د هغې سترګې د دروازې خواته پاتې وې، یو دم یې چغه کړه، هاغه ده پلار مې راغی ، لارې ته مې وکتل ، یو کس چې خړ کالي او تور واسکټ یې په تن وو ، او لاس کې د کیلو پلاستیک وو، را روان وو، راغی کوچنۍ او زخمي زرلښته یې غیږ کې واخسته، په دواړو ژیړو غومبورو یې څو ځلې ښکل کړه، دواړو یوه شیبه سره وژل ، خپل ډنګر او سپیره لاس یې څو ځلې د زرلښتې په ګرګوټي ویښتانو تیر کړ ، ما آوریدلي چې نارینه نه ژاړي ، خو دلته مې هغه هیڅ ملامت نکړ، پوهیدم چې پخپلو اوږو څومره دروند غم ګرځوي، او د زرلښتې دغه حالت ته خو د کافر هم ژړا راتله ، دا خو یې لا پلار وو، بیا یې خپلې لور ته په تسلي ورکولو پیل وکه لورجانې! ډیر ژر به لخیره سره رخصت شې خپل کور ته به لاړشو، مورته به د ورشې ……

ما ورته وویل ، کاکا هغه بل زوی د څنګه دی؟ سړي راته وکتل ، زه یې ونه پیژندم ، نه پوهیږم په زړه کې زما په اړه څه تیریدل، په تعجب یې راته کتل، پوه شوم چې پوښتنه مې بې رقمه وه، بیا مې ورته وویل هغه زوی د چې زرلښتې سره یو ځای ټپي شوی وو، هاغه ښایم، او پوه مې کړ چې زرلښتې راته ټوله کیسه کړې ….. سړي سوړ اسویلی ویست، زما خواته را روان شو، له لاسه ونیولم، له زرلښتې یې لږ لرې شولو، په شمیرلو خبرو یې راته وویل ، ګلاپ هماغلته ځای په ځای شو ، په زرلښتې ډیر ګران وو ټوله ورځ به یې یو ځای ساعتیري کوله، ځکه مو هغې ته په دروغو ویلي چې ژوندی دی او پاکستان کې بستر دی. ژړا ورغله او بیا یې وویل زه د خپل ګلاپ په جنازه کې هم نه وم، زرلښته مې کابل ته راوړه، او کلیوالیو په ګلاپ خاورې واړولې ..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply