ملي یووالی تر هر څه لومړی

سید عبدالله پاچا

0 1,948

افغانستان اوس له یو داسې وضعیت سره مخ دی چې تر هر څه مهم پکې یووالی دی، که افغانان غواړي جګړه پای ته ورسیږي او سولې ته ورسیږي، نو له یووالي پرته یې بله لار نشته.

افغانانو د بې اتفاقیو نتیجه لیدلې او هیڅکله د بهرنیو په دسیسو نه تیروځي چې یووالی زیانمن او بیا لا ډيرو ګډوډیو ته لار هواره شي.

د چهارشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د نوماند وزیرانو معرفي غونډه کې د ولسي جرګې په تالار کې یووالي باندې تینګار وکړ، یووالی کولی شي چې جمهوریت وساتي او د ټولو ګټې او حقوق پکې خوندي شي.

ولسمشر د ولسي جرګې په تالار کې کوم چاته اشاره نه درلوده، خو په ډاګه یې وویل په داسې وضعیت کې نباید د ځان او کورنۍ لپاره غوښتنې ولرو

هغه ټینګار وکړ چې دې وضعیت کې باید ټول تمرکز په جمهوریت باندې وي چې د ټولو حقونه او غوښتنې پکې خوندي دي.

ولسمشر هیله مندي وښوده چې خلک اوس تر بل هر وخت د وضعیت په اړه اګاه دي او له جمهوریت ښه تحلیل کولی شي.

د ولسمشر غني ټینګار ځکه په جمهوریت زیات دی چې جمهوریت کې ټول قومونه او قشرونه ځان ګوري او اړتیا نه پيدا کیږي چې قومي تفرقو ته لمن ووهل شي.

جمهوریت د سولې په خبرو کې د افغانانو لپاره سره کرښه هم یادیږي، ځکه همدا جمهوریت کولی شي افغانان سره یو کړي او په حکومت کې خپله برخه او حقوق ترلاسه کړی.

د افغانانو په تیرو کلونو کې یوه ستره لاس ته راوړنه دا ده چې یووالی یې رامنځ ته کړی او د دوام لپاره یې هڅې کوي.

تیرو شل کلونو کې هر ځواک په پوره توان هڅه وکړه چې په یو او بل نوم باندې د افغانانو ترمنځ تفرقې رامنځ ته کړي، خو په دې کار و نه توانیدل.

له نیکه مرغه چې اوس موږ په پښو ولاړ ملي امنیت لرو چې د هرې سترې فاجعې مخه نیسي، خلک د موضوعاتو په حساسیت درک کوي او هغه کسان رسوا کوي چې غواړي افغانان قومي، مذهبي، سمتي او ژبني تفرقې رامنځ ته کوي.

د ملي امنیت تر څنګ زموږ ولسونه هم په دې ټولو دسیسو خبر دي او په اسانۍ سره بهرني قوتونه او دښمنان نه شي کولی چې د افغانانو یووالي له ګواښ سره مخ کړي.

تاسو ولیدل چې ځینې وخت بریدونو پرمهال قومي موضوعات راپورته شول، ځینې وخت د ټاکنو او کابینې پرمهال او نورو مواردو کې، خو دې ټولو ته زموږ خلک او مسوولین متوجه و او په وخت یې دا دسیسې شنډې کړې.

د ولسمشر غني د چهارشنبې ورځې وینا د زړه درد او اندیښنه وه چې دښمن په هر ډول هڅه کوي چې افغانان سره وپاشي او دښمنانو شومو موخو ته ورسیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply