پي‌ډي‌اېم: يوازې عمران خان نه، د پوځ او استخباراتو مشران هم د بحران لامل شوي

0 920

په پاکستان کې د حکومت مخالف سياسي ايتلاف مشران وايي، د عمران خان په مشرۍ اوسني حکومت نه يوازې دا چې په دغه هېواد کې اقتصادي بحران رامنځته کړی، ترڅنګ يې بهرنی سياست هم زيانمن کړی دی.

د پاکستان ولسي غورځنګ يا PDM مشر مولانا فضل‌الرحمن پرون په کوټه کې د دغه غورځنګ لويې اعتراضيه غونډې ته په خبرو کې زياته کړه، په دې وروستيو کې د عمران خان ناسم بهرني سياست له کبله د دغه هېواد نږدې متحد چين هم خپه شوی او زياتوي چې دا او ورته نور کارونه په نړيواله کچه پاکستان له انزوا سره مخ کولی شي.

له دې سره د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د مسليم‌ليګ‌ن ګوند مشر نواز شريف وايي، په موجوده بحران کې نه يوازې عمران خان بلکې د پوځ لوی درستیز قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي شبکې رئيس جنرال فېض حميد هم شامل دي.

نوموړي چې د ويډيويي اړيکې له لارې يې له لندن څخه د کوټې غونډې ته خبرې کولې وويل، د پاکستان د پوځ مخالف نه، بلکې د مشرانو يې له دې کبله مخالف دی چې پوځ يې بدنام او پاکستان يې له بحران سره مخ کړی دی.

په همدې حال کې د پاکستان پپلز ګوند مشر هم د پاکستان پر حکومت توندې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې دغه حکومت له خلکو او په ځانګړې توګه د بلوچستان له اوسيدونکو سره دوه‌مخی چلند کوي.

نوموړی زياته کړه چې پاکستان د بلوچستان کانونه زبيخي خو په خبره يې بلوڅان له لوږې او تندې مري. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅګزی چې د ياد سياسي ايتلاف غړی دی هم د عمران خان په مشرۍ د پاکستان پر حکومت نېوکې وکړي.

اڅکزي پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو له امله پر د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې دا کار په پاکستان کې د اقتصادي بحران عمده لامل دی. پر عمران خان او د پاکستان پر حکومت د اقتصادي بحران له کبله دا نيوکې داسې مهال دي چې د راپورونو له مخې په دې  وروستيو کې دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

په داسې حال کې چې په تېرو دوو کلونو کې پر پاکستان د هغو پورونو کچه ۱۷ميليارده زياته شوې دې هېواد له نړيوالو مالي سازمانونو او هېوادو غوښتې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply