خليلزاد له ملا برادر سره د تاوتريخوالي زياتېدو پر عواملو خبرې کړي

0 802

زلمي خليلزاد پرون په قطر کې د وسله‌والو طالبانو د سياسي دفتر له رئيس ملا عبدالغني برادر سره په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي د زياتوالي پر لاملونو خبرې کړي دي. د دواړو لوريو ترمنځ دغه ناسته د وسله‌والو طالبانو سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ هم تائيدوي او ويلي يې دي چې په دې ناسته کې د تاوتريخوالي زياتوالي پر لاملونو پراخ بحث شوی دی.

نوموړي که څه هم د تاوتريخوالي زياتېدو عمده لاملونو يادونه نه ده کړې، خو په خپل ټوېټر کې يې زياته کړې چې دواړو خواوو د قطر په هوکړه کې د ذکر شويو مواردو پر عملي کېدو هم ټينګار وکړ.

وردګ دغه راز دا هم ويلي چې په دې ناسته کې د طالبانو له لوري له تور لېسټ د يادې ډلې د غړيو لرې کولو موضوع هم مطر شوې ده. زلمي خليلزاد داسې مهال له طالب چارواکو سره د تاوتريخوالي زياتېدو پر عواملو خبرې کړي چې نوموړي پرون قطر ته د سفر پرمهال په افغانستان کې د تاوتريخوالي نه کمولو له امله خواشيني څرګنده کړې وه.

خليلزاد ويلي و چې د روان تاوتريخوالي په اړه په هوکړه کې له امريکايي لوري سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي او تاوتريخوالی لا هم په پراخه کچه دوام لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply