نظام کې چور او تالان چا پیل کړی د څه لپاره؟

ل: بلال احمد

0 685

څو ورځې وړاندې مې په خواله رسنیو تر سترګو شول، چې یو ژورنالیست د ننګرهار ولایت د یوې سرحدي ولسوالۍ ښاروال ټاکل شوی دی او ملګرو یې مبارکي ورکړې وه او دا ټاکنه یې ددوي په وینا ستایلې وه. وروسته مې دا موضوع له خپل یو ملګري سره چې د پوهنتون استاد دی شریکه کړه او ورته ومې ویل چې ولې یو ژورنالیست د خپلې رشتې خلاف د یو انجنیر پر څوکۍ وګمارل شي؟. استاد سوړ اسویلی وایست او ویې ویل چې ښاروالۍ بیا په تیر د سرحدي سیمې ولسوالۍ، ښاروالۍ، ګمرکونو ادارې، مستوفیتونه او حتا پوستې د لویو عوایدو لویې سرچېنې دي او دا ټولې څوکۍ په پیسو د یوې ټاکلې مودې لپاره خرڅیږي.

استاد د کره معلوماتو له څرګندو بیلګو سره را ته وویل، چې له سرحدي او د پولې پر یوې غاړې پرتې ولسوالۍ، بندرونه، د ولسوالیو او لایتونو ښاروالۍ او نور د مالیو پر غوښلنو برخو سربیره یوه لویه برخه عواید له دې لري، چې قاچاقي مواد هېواد ته رادننه کیږي او له هېواده وزي او دا قاچاقي مواد له عادي خوراکي توکو او ناقانونه درملو نېولې بیا تر مخدره توکو او وسلو پورې ټول هغه څه دي، چې د لېږد په بدل کې یې پیسې اخیستل کیږي او ددې عوایدو لویه کچه تر والي، امنیه قوماندان او د ولسمشر تر ادارې د ډاکټر فضلي او نورو له لارې رسیږي.

د نظام په دننه کې د فساد داسې ځنځه هغه څه دي، چې د فساد نوم نه شو ورکولای بلکې په رڼا ورځ د نظام د چور او تالان ورته ویلای شو، چې له بده مرغه دا لړۍ دومره پراخه شوې ده، چې له یو عادي کارمنده رانېولې بیا تر لوړو پورې ټول پکې په یو ډول نه یو ډول ښکیل دي، چې بدې پایلې به ولري او دښمن به له دې څخه په ګټنې د خپلې زورواکۍ او واکمنۍ لمن پراخه او وغځوي او د ښارونو تر څنډو به یې د تالاشیو او چيک پاینټونو لړۍ پراخه شي.

دغه راز د هېواد اقتصاد ته هم دا ځکه ستر ګوزار دی، چې له دې لارې تر لاسه شوې پیسې د توکو بیې لوړوي او تر لاسه شوې ککړې تورې پیسې د صرافیو له لارې اماراتو ته لېږدول کیږي او بیا له هغه ځایه اروپا، امریکا او نورو هېوادونو لېږدوي، چې څرګنده بیلګه یې د انټرپول پولیسو له لوري په تور لیست کې د افغانستان بانک اوسني رئیس اجمل احمدي، ولسمشر ته نږدې ډاکټر فضلي او د افغانستان برښنا شرکت اوسنی رئیس داوود نورزی شاملول دي.

له دې ټولو دا پایله اخېستلای شو، چې د نظام په دننه کې چور او تالان له پاسه پیل شوی او ټولې یادې عایداتي څوکۍ د نامشروع پیسو تر لاسه کولو ځانګړې برخې شریکولو او یا د یوې مودې لپاره د څوکیو پلورلو له لارې تر لاسه کیږي، چې دا اوس ټول ولس ته څرګنده ده، چې د نا امنۍ، غلاوو او لوټمارۍ لمنې پراخېدل ټول د نظام د سالارانو له ناغېړۍ او په دې تالان کې د لاس درلودلو له لاسه شوي دي او دا هر څه ددې لپاره دي، چې بهر ته له تېښتې مخکې خپل ځانته پانګه برابره کړي او خالي لاس له هېواده ونه وزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply