د طالبانو او القاعده اړیکه نه بیلدونکي ده

سید عبدالله پاچا

0 937

ملګرو ملتونو د څار ادارې یو ځل بیا راپور ورکړی چې لا هم طالبانو له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره په افغانستان کې رابطه نه ده پرې کړې.

طالبان دا اړیکه ځکه نه شي پرې کولی چې له یوې خوا پرې د هغو بنسټونو مرستې بندیږي چې سخت دریځو ډلو سره یې کوي او له بلې خوا یې جګړه تر سوال لاندې راځي.

طالبان په افغانستان کې جګړه جهاد بولي او د جهاد لپاره بیا طالبان له سرحد سره مخالف دي او هر هغه څوک چې لیکو کې ورسره جګړه کې برخه اخلي، دوی یې ممناعت نه شي کولی.

طالبان مجبور دي چې دوه کاره وکړي

لومړی دا چې د امریکا سره د هوکړې خلاف عمل وکړي، لکه تراوسه یې چې القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرې کړي او په دې موضوع باندې ټوله نړۍ خبره ده.

که دا وضعیت همداسې دوام وکړي او طالبان له القاعده ډلې سره اړیکې پرې نه کړي، نو لیرې نه ده چې امریکا له طالبانو سره شوې هوکړې څخه په شا شي.

دویم دا ، که طالبان چیرې القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره قطع روابط کوي نو مجبور دي چې نړۍ ته وایي ، دوی د واک لپاره جګړه کوي او هیڅ ډول جهاد پکې نشته.

طالبانو که دا کار وکړ، نړۍ کې یې د جګړې شرعي مشروعیت نور هم له منځه ځي، لکه اوس چې تللی دی.

ځکه د طالبان قومندانانو سره د القاعده ډله مالي مرستې کوي او حاضر نه دي چې دا مرستې یې له لاسه ووځي.

که سیاسي ډله له امریکا سره هوکړه کوي او له امریکا پيسې ترلاسه کوي، نو جنګي ډله یې ځان لپاره دا حق ورکوي چې القاعده ډلې سره د اسلامي اصولو له مخې رابطه جاري وساتي.

طالبان اوس په دوه لارې کې بند پاتې دي.

القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته یې ویلي چې تاسو به غږ نه کوئ، موږ امریکا ته دوکه ورکوو.

طالبان امریکا ته وایي چې له القاعده سره یې اړیکې پرې کړي او القاعده ډلې ته یې ویلي چې تاسو خوندي ځایونو کې اوسئ او جګړې ته دوام ورکړئ.

طالبان هیڅکله نه غواړي چې مالي سرچینې له لاسه ورکړي، که مالي سرچینې له لاسه ورکوي، نو ځینو مواردو کې مجبور دي چې خپله نولس کلنه جګړه تر سوال لاندې راولي چې جنایتونه یې کړي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply