هلمندیان له دولته څه غواړي؟

عبدالله حقمل

0 602
په هلمند کې جګړو یوځل بیا زور اخستی او په رسنیو کې د هلمند جګړه سرټکی ټاکل سوی . هلمند کې د تیرو څو وروځو څخه د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ جګړه روانه ده چې ډیری سیمي وسلوالو طالبانو تر خپل کنټرول لاندي راویستلي دي.
د هلمند نادعلي ، نهرسراج ، ناوې ، چانجیر، باباجي او بولان سیمو څخه په زرګونه کورني د جګړې له ويري لښکرګاه ښارته راغلي یاد مهاجر چې په لښکرګاه ښار کې پر څلور لارو باندي په دې سړه هواکې ژوند کوي. یاد راغلي مهاجر وايې موږ په ډیر بد وضیعت کې ژوند کو ماشومان مو د سړې هوا له امله ټول مریضان دي.
شيان مو ټول د جګړې په لومړی کرښو کې پاته سوي د ماښام لپاره ډوډۍ او هیڅ د ژوند کولو لپاره څه نه لرو او دولت هم زموږ ستونزو ته رسیدګي نه سي کولای. راغلي مهاجر وايې موږ له دولته غواړو چې زموږ سیموکې دي ژرترژره عمليات پیل کړي او سیمي دي د وسلولو طالبانو د شتونه پاکې کړي تر څو موږ د خپلو بچو سره یوځای خپلو کورونو ته ستانه او په ارامه فضا کې خپل ژوند ته ادامه وکړو.
یاد مهاجرین زیاتوي موږ ته دي دولت مرسته نه راکوي کومي پیسې چې دوی زموږ لپاره په مرسته مصرفه وي په جګړه دې مصرف کړي خو زموږ لپاره دي سیمي ازادي او دایمي امن کړي . دوی وايې موږ ته چې خپلي سیمي ازادي او امن سي موږ که دولت وغواړي د خپلو مځکو د کښتونو څخه هرکال دولت ته مرسته ورکو . خو کوم حق چې موږ د امنیت ، روغتیا ، اقتصادي پروژو او معارف لپاره پر دولت لرو دا حق دي راکړي.
بل لور ته بیا د هلمند ته راغلي امنیتي چارواکې وايې زموږ د سیمو نیولو عملیات جریان لري د خلګو په غوښتنه به سیمي تر پوره امنیتي پوښښ لاندي راولو.  دا خبري  د افغانستان د ملي دفا وزارت لوی درستیز محمد یاسن ضیا رسنیو ته وکړې. ضیا زیاته کړه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په پوره پوهه او وسلو مجهز سوي چې د هوايي ځواک په ملاتړ به په هغو سیمو کې عملیات تر سره کوي چې ښار ته زیات ګواښ پیښولای سي. ضیا زیاتوي زموږ عملیات په چټکۍ روان دي دا چې ولسونه مو نیوکې لري ستونزه د ښخ سومینونو ده چې په عامه لارو کې د وسلوالو طالبانو لخوا ځای پر ځای سوي دي زموږ د انجینرۍ ټیمونه د یادو ښخ سو مینونو په لمنځه وړولو مصروف دي.
هلمند کې چې څو ورځي وړاندي جګړې زور واخیست د هلمند ولایتي چارواکو پښو لړزه واخیسته هر څه يې تر توان ووتل . او جګړه تر مهار ووتل رسنیو د ښار د سقوط راپورونه تر مرکزي دولت پوري ورسول چې سمدستي يې د افغانستان ملي دفاع وزیر اسدالله خالد هلمند ته راغی دولت او ولس ته يې اطمنان ورکړ چې لښکرګا په هیڅ سورت سقوط نه کوي د خالد د تګ وروسته د هلمند جګړې د کابو کلو لپاره د دافاع وزارت لوی درستیز ، د کورنیو چارو وزارت ارشد مین او د ملي امنیت ولایتي مرستیال هلمند ته راغله. د یادو چارواکو د راتګ سره سره لاهم د پر مختګ څرک نه لیدل کیږي . 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply