ټرمپ په ۳ ايالتونو کې د رايو شمېرنې خلاف شکايتونه ثبت کړل

0 555

د امريکا په متحده ايالاتو کې که څه هم د ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د ډاک له لارې ورکړل شويو رايو شمېرنه لا هم دوام لري، خو په دې ترڅ کې د  ټرمپ په مشرۍ ټاکنيزې ډلې په مېشيګن، پېنسلوانیا او جورجيا کې ايالتونو کې د رايو شمېرنې بهير ځنډولو په اړه محکمه کې شکايتونه ثبت کړي دي.

د نوموړي ټاکنيزه ډله ادعا کوي چې په پېنسلوانيا کې د رايو شمېرنې ځای ته نږدې د دوی څارونکي نه دي ور پرېښودل او له همدې کبله ډاډ نه دي چې روڼوالی دې مراعت شي. د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د جمهوري غوښتونکو ټاکنيزې ډلې په پاتې دوو ايالتونو کې هم د رايو شمېرنې په بهير کې د روڼوالي په اړه شک څرګند کړی او شکايتونه يې ثبت کړي دي.

خو تر اوسه د څارونکو په حواله داسې څه نه دي ويل شوي چې له مخې دې يې د ټاکنو کارکوونکي د روڼوالي نه موجوديت له کبله پړ وبلل شي. له دې وړاندې د ولسمشر ټرمپ ټاکنيز سيال جوبايډن خبر ورکړی و چې د بريا لپاره کافي رايې لري او خپلو پلويانو ته يې ويلي و چې د رايو له شمېرنې وروسته باوري دی چې بريا د ډيموکراټانو ده.

تر دې مهال هېڅ نوماند نه دی توانېدلی چې د بريا لپاره د الکټورل کالج يا ټاکنيزو حوزو کافي رايې ترلاسه کړي. اړتيا ده چې د بريا په موخه له يادو ۵۳۸ رايو ۲۷۰هغه يې ترلاسه شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply