قبايلو او پښتونخوا کې د پي‌ټي‌اېم غونډې ته چمتووالی روان دی

0 676

په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري ترسره کېدونکې غونډې ته چټک چمتووالی روان دی.

دې سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو فعالانو سر له اوسه په ياده لويه ولسي غونډه کې د پراخ ګډون لپاره د خلکو هڅول پيل کړي دي. دا فعالانو پر دېوالونو د شعارونو په رسمولو او د بروشرونو په ويشلو سره خلک دې ته هڅوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري په ترسره کېدونکې لويه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې دا غونډه د نومبر په ۱۵مه د شمالي وزيرستان په ميرانشاء کې ترسره شي چې په کې زرګونه کسانو لپاره د ګډون چمتووالی په پام کې نيول شوی دی. په دې غونډه کې به د خړ کمر پر تېره غميزه، د ورکو شويو کسانو پر بېرته پيدا کولو او دغه راز به په لر او بر افغان خاوره کې د جنګ پر ختمولو خبرې کېږي.

په ورته مهال په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې عامو خلکو هم د پښتون ژغورنې غورځنګ له يادې راتلونکې غونډې هرکلی کړی او په پراخه کچه يې په کې د ګډون لېوالتيا ښودلې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply